1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان وضعيت نور هم د اندېښنې وړ دی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په جنوبي سوډان کي وضعيت نور هم د خرابېدو په حال کي دی. ويل کيږي چي په تازه زور زياتيو کي په سوونو انسانان وژل سوي او په زرونو نور د تېښتي په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/1Abn4
انځور: picture-alliance/AP

د جنوبي سوډان په پلازمېنه جوبا کي وضعيت خطرناکه دی. د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د دغه سازمان ديپلوماتانو په جنوبي سوډان کي د «سولي ماموريت» د مشر هروه لادسوس، په حواله ویلي دي چي د جوبا ښار روغتونو ته له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پوري انسانانو جسدونه ور وړل سوي دي.

ويل کيږي چی نزدې۸۰۰ انسانان د جنوبي سوډان په پوځ کي د رقيبو ډلو ترمنځ په وسله والو نښتو کي ټپيان سوي دي. دغه شمېرې په جنوبي سوډان کي د ملګرو ملتونو کارکوونکو ورکړي دي خو تر اوسه پوري په رسمي ډول نه دي تاييد سوي.

جنوبي سوډانيان د تېښتي په حال کي

د جنوبي سوډان جمهور رييس سلوا کاير، ويلي دي چي په جوبا کي امنيت وضعیت «بشپړ په کنترول» کي دی.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخي اوس د جنوبي سوډان نزدې ۱۰۰۰۰ ملکي وګړي د تېښتي په حال کي دي. د دغه هيواد له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هيلده جانسون، ويلي دي چي د تيښتي په حال کي کسان په جوبا کي د ملګرو ملتونو تاسيساتو ته ورغلي دي. افريقايي ټولني هم په دې اړه «ژوه اندېښنه» ښوولې ده او د دغه وضعيت د ژر له منځه وړولو غوښتنه يې کړې ده.

د امریکا متحده ايالاتو له جنوبي سوډان څخه د سفارت ټول کارکوونکي په بشپړه توګه ايستلي دي او خپلو وګړو ته يې لارښوونه کړې ده چي جنوبي سوډان ته له ورننوتلو څخه ډډه وکړي.

دغه راز په برلين کي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دغه افريقايي هيواد ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په ويبپاڼه کي ليکلي سوي دي چي «ټول آلماني اتباع هر څومره ژر چي کيږي بايد له دغه هيواد څخه ووځي.»

د نفو له اړخه غني هيواد جنوبي سوډان چي په۲۰۱۱ کال کي يې له سوډان څخه خپلواکي واخيستله تر اوسه پوري د ثبات راتلو څرک نه پکښې معلوميږي. له ۱۹۸۳ کال څخه تر ۲۰۰۵مېلادي کاله پوري چي د سولي يو قرارداد لاسلیکېدی د سوډان په کورنۍ جګړه کي نزدې دوه ميليونه انسانان ووژل سول.

په تيرو اوونيو کي د پخوانيو ياغيانو د رهبرۍ او اوسني ملي آزادي غوښتونکي غورځنګ غړيو جمهور رييس د «ديکتاتورۍ» په چلن تورن کړی دی.