1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کې الوتکه رالویدلې ده

۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

په جنوبي سوډان کې د یوې بار وړونکي الوتکې د رالویدو په پیښه کې ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه پیښه کې یو ماشوم او د عملې یو تن ژوندي پاتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GzU5
انځور: Reuters

په جنوبي سوډان کې د یوې انتوف الوتکې د رالویدو په پیښه کې ډیر کسان وژل شوي دي. د پیښې د قربانیانو د شمیر په هکله بیلا بیل ارقام ورکول کیږي. ډیر شمیر ځایي راډیو گانې چې پکښې د ملگرو ملتونو میرایا راډیو هم شامله ده د وژل شوو کسانو شمیر تر ۴۰ تنو ښيي.

خو د فرانسې خبري آژانس یو خبریال بیا دغه شمیر ۲۵ تنه ښوولی دی. په داسې حال کې چې د حکومت ویاند ویلي دي چې ښایي په پيښه کې تر ۱۵ کسان وژل شوي وي.

Karte Südsudan DEU
انځور: DW

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه روسي ساخت الوتکه د جنوبي سوډان د پلازمینې جوبا، له هوایي ډگر څخه تر الوتنې وروسته د سپین نیل په یوه کوچني ټاپو کې رالویدلې ده.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د رالویدلې الوتکې خرابۍ د سیند پر غاړه پرتې دي. د حکومت ویاند ویلي دي چې په قربانیانو کې د بار وړونکي الوتکې عمله او همداشان هغه اوسیدونکي شامل دي چې د الوتکې د سقوط له کبله وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې الوتکه په شمال کې پروت د لوړ نیل ولایت پر لور روانه وه.

جنوبي سوډان د نړۍ يو له تر ټولو وروسته پاته هیوادونو څخه دی. دغه هیواد له سوډان څخه د خپلواکۍ د اخیستلو جگړې پر مهال ځپل شوی دی. د ۲۰۱۱م کال د جولای په میاشتې د خپلواکۍ په تر لاسه کولو سره دغه هیواد د نړۍ نوی هیواد وگرځید. د ۲۰۱۳م کال د دسمبر راهیسې دغه هیواد یوې سختې کورنۍ جگړې ځپلی دی.