1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کې بشریت ضد جنایتونه

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۹, جمعه

ملگري ملتونه وایي چې د جنوبي سوډان د کړکیچ روان وضعیت د دې ښکاروندوی دی چې احتمالا حکومت او یاغیانو دواړو په بشري جنایاتو لاس پورې کړی وي. دغه هیواد د قدرت پر سر د جگړې د پیل راهیسې له گډوډۍ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1BwoY
انځور: AFP/Getty Images

د جنوبي سوډان د وضعیت په هکله د ملگرو ملتونو رپوټ یو ورځ مخکې له هغې خپریږي چې د نوموړي هیواد ولسمشر سلاوا کي یر، او د یاغیانو مشر ریاک مشار، چې پخوا د ولسمشر مرستیال هم وو ویلي دي چې نن به حبشه کې سره وویني. که چیرې دا لیدنه کتنه وشي، دا به لومړی ځل وي چې د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د کورنۍ جگړې له پیل وروسته، دغه دواړه مشران د سولې خبرو اترو ته سره مخامخ کښیني.

مشار، وروسته له هغې د حکومت پر ضد په بغاوت لاس پورې کړ چې نوموړی د تیر کال په جولای میاشتې کې د اوسني ولسمشر کي یر، له خوا له مقام څخه گوښه کړای شو. کي یر او مشار دواړه د جنوبي سوډان له دوو مختلفو قومونو «دینکا او نویر» سره تړاو لري. هغوی دواړو خپل قومونه د یو بل پر ضد جگړو ته لمسولي دي چې د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخی په نتیجه کې یې په زرونو ولسي خلک وژل شوي او یو میلیون نور له خپلو ټاټوبو څخه تیښتې ته مجبوره شوي دي.

په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو د سولې د ماموریت له خوا په خپور شوي رپوټ کې د «بې شمیرو» بشري حقونو او بشري قوانیونو څخه د سرغړونو څخه خبرداری ورکړل شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي: «په دغو بشري ضد جنایاتو کې پرته له محاکمو وژنې، جبري لادرکه کیدل، جنسي تیري، په قصدي توگه پر ولسي خلکو بریدونه چې ډیری د قومي تعصباتو پر بنسټ سرته رسیدلي، ناوړه چلندونه او د شتمنیو لوټول او ویجاړول شامل دي.» د ملگرو ملتونو رپوټ یادونه کوي: «دا هغه جرمونه دي چې عاملین یې په انفرادي توگه مسوولیت پر غاړه لري.»

د بشریت ضد جنایات

په دغه رپوټ کې یادونه شوې ده چې «معقول دلایل موجود دي چې پر دې شهادت ورکوي چې د شخړې په ترڅ کې حکومت او یاغیانو بشري ضد اعمال سرته رسولي دي.»

په رپوټ کې راټول شوي معلومات د شخړې د څه د پاسه ۹۰۰ قربانیانو او عیني شاهدانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی. د یاغیانو د مشر ریاک مشار، د قوم (نویر) یوه غړي د ملگرو ملتونو کار کوونکو ته ویلي دي چې حکومتي ځواکونو په پلازمینه جوبا کې ولسي خلک «د چرگانو په څير» ووژل.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې یادونه شوې ده چې «ځینو نورو عیني شاهدانو له ویرونکو او بشري ضد صحنو کیسې کړي دي. هغوی ویلي دي چې امینتي ځواکونه کلیو او بانډو ته ننوتل، چې ځیني په ټانکونو او درنو وسلو سمبال ول. عیني شاهدانو ویلي دي چی امنیتي ځواکونو د هغوی خپلوان او گاونډیان راټول کړل. ځیني سمدلاسه ووژل شول، ځیني نورو سیمو ته ولیږدول شول او بیا وروسته ووژل شول.»

دغه راز د واکمن ولسشمر د قوم غړي هم شکایت کوي چې یاغیانو د هغوی په سیمو کې په وژلو او ربړولو لاس پورې کړی دی.

د محاکمې غوښتنه

په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو استازي هایلد اف جانسن، ویلي دي چې «حساب او کتاب ته د دغو جنایاتو د عاملینو کش کول، په جنوبي سوډان کې له محاکمې څخه د معافیت میراث د پای ته رسولو له پاره خورا اهمیت لري.»

دغه راز د بخښنې د نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې پر ښځو او ماشومانو باندې د جنسي تیریو څخه خبري شوي دي او دغه راز ویل شوي دي چې ځیني زاړه خلک په روغتونونو کې په بستر کې ځای پر ځای وژل شوي دي. د بخښنې د نړیوال سازمان په رپوټ کې د شاهدانو له خولې د ماشومانو د اعدام او د قربانیانو د «مخ د څیرو» د بدلولو څخه خبرې شوي دي.

د جنوبي سوډان په هکله دغه ډول رپوټونه یوازې دوه اوونۍ وروسته له هغې خپریږي چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشرې ناوې پیلې، په نوموړي هیواد کې د یوې خطرناکې وضعی څخه خبرداری ورکړ، چې د یوه ناورین پر لور درومي. پیلې ویلي دي چې د واکمن ولسمشر کي یر او د هغه د مخالف مشار تر منځ د قدرت پر سره جگړه د هغوی له خوا د یو بل پر ضد د تورنو او ویناوو نتیجه ده چې خپل قومونه یې وژلو او له یو بل څخه د غچ اخیستلو ته لمسولي دي.