1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي وزيرستان کې 16تنه ملېشه تښتول سوي

۱۳۸۶ مرداد ۱۹, جمعه

په داسي حال کې چې پاکستاني جنگي چورلکو د هغه هېواد په شمال کې د طالبانو او القاعيدې پر پټن ځايونو باندي سختي بمبارۍ کړي، د امريکې حکومت لانورهم د هغوی په وړاندي د سختو گذارونو غوښتنه کړې

https://p.dw.com/p/DKDU
په برمته سوو کسانو پسي پلټني رواني دي
په برمته سوو کسانو پسي پلټني رواني ديانځور: AP
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د افغانستان پولي ته نژ دې په شمالي وزيرستان کې يې د طالبانو پر پلويانو باندي د حملو په لړکې لږ ترلږه 10 تنه وسلوال وژلي دي.
د يو بل خبر له مخي طالب پلوه وسلوالو تيره ورځ د افغانستان پولي ته نژدې، د جنوبي وزيرستان د واڼې له ښارڅخه 50 کيلومتره لېري د جند ولاپه سيمه کې 16 تنه پاکستاني ملېشي عسکر تښتولي دي.
د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد د آلمان خبري آژانس dpa ته ويلي چې د برمته سوو کسانو پلټني رواني دي.