1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په جنوبي کوریا کې ژمنۍ المپیک سیالۍ پیل شوې

۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعه

په جنوبي کوریا کې ژمنۍ المپیک سیالۍ په رسمي توګه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې. په دې سیالیو کې له ۹۲ هیوادونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/2sQFm
2018 Winter Olympic Games - Opening Ceremony
انځور: Getty Images/J. Squire

په جنوبي کوریا کې نن ژمنۍ المپیک سیالۍ په رسمي توګه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې. په دې سیالیو کې له ۹۲ هیوادونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.

د ژمنۍ المپیک سیالیو د پرانیستنې ځانګړي مراسم د جنوبي کوریا په پیونګ ژنګ ښار کې ترسره شول. د مراسمو په ترڅ کې د انګلیسي تورو په ترتیب د هر هیواد لوبډلې میدان ته راووتې. دا به داسې حال کې ده چې په دې سیالیو کې افغانستان ونډه نه لري.

 د دې له امله چې جنوبي کوریا د دې لوبو کوربتوب کوي، د دې هیواد لوبډلې تر ټولو وروسته میدان ته راووته. د پرانیستنې ځانګړې شیبه هغه وخت وو چې د شمالي او جنوبي کوریا لوبغاړي د کوریا د یوځای والي تر یوه بیرغ لاندې میدان ته داخل شوې.

هغه لوبغالی چې لوبې په کې پرانیستل شوې د ۳۵ زره کسانو ظرفیت لري چې پرې نږدې ۶۴ میلیونه ډالر مصرف شوی دی. 

د ژمنیو المپیک په دې سیالیو کې به ټولټال په ۱۵ برخو کې ۱۰۲ لوبې ترسره شي. په دې ترتیب دا د ژمني المپیک سیالیو ۲۳مه دوره ده چې کوربتوب یې د جنوبي کوریا پر غاړه دی.