په جنوب ختيځو ولايتونو کي ملکي تلفات د انديښنې وړ دي
۱۳۸۹ بهمن ۱۴, پنجشنبهپه جنوب ختيځو ولايتونو کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سيمه ايز مشر شفيق الله نيازي له دويچه ويله المان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل، چي دغه تلفات د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او د وسله والو طالبانو لخوا د سړک د غاړي د ځاى پر ځاى سوو ماينونو د چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله رامنحته سوي دي.
نيازى په جګړه کي له ټولو ښکيلو غاړو څخه غواړي ، چي د ملکي خلکو ژوند او مال ته دي په جدي ډول پام وکړي.
بلخوا د خوست ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزى هم تير کال په خوست ولايت کي د ملکي خلکو مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ بولي.
هغه وايي، که څه هم د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عمليات پرمهال د ملکي تلفاتو کچه راتيټه سوې، خو ادعا کوي، چي اوس ډيرى ملکي تلفات د وسله والو طالبانو لخوا په ښخ سوو ماينونو کي را منځته کيږي.
په جنوب ختيځ زون کي د ناټو ځواکونو وياند جګړن ډيټمير دويچه ويله ته ويلي.
« موږ اوس هڅه کوو، څو د شپې له خوا د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي ملکي خلکو ته زيان وا نه وړي، موږ په تير کال کي يوازي د ګوتو په شمير د ملکي خلکو د تلفاتو ډيري لږ پيښي لرو. خو اوس ملکي خلک ډير د وسله والو طالبانو په بريدونو کي تلفات ويني.»
خو وسله وال طالبان بيا د ملکي خلکو د تلفاتو په برخه کي هغه شميري ناسمي بولي، چي په افغانستان کي د بشري حقونو د مدافع ټولنو او افغان دولت لخوا وړاندي شوي او ډيرى ملکي تلفات پر طالبانو ور اچول شوي.
د طالبانو يو وياند ذبيخ الله مجاهد وايي، چي ډيرى چاودني د سيمه ايزو خلکو ترمنځ د تربګنيو، د جنګسلارانو د خپلو شخصو شخړو او دغه د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د وسله والو طالبانو د بدنامۍ په موخه ترسره کيږي.
مجاهد د مدافع ټولنو او افغان دولت ادعا رد کړې ، خو ويلي يې، چي ځيني وختونو د طالبانو په بريدونو کي يوه کمه برخه تلفات په خطايي کي ملکي خلکو ته اوړي.
له بلي خوا د خوست ولايت اوسيدونکي هم د ملکي افغانانو پر تلفاتو خفګان څرګندوي.دوی په جګړه کي له ټولو خواوو غواړي چي د ملکي خلکو ژوند ته دي پام وکړي.
د ا پداسي حال کي ده ، چي تيره په کابل کي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون مشري سيمه سمر هم د ملکي خلکو په ډيريدونکو تلفاتو انديښنه وښوده او په افغان خکومت يي نيوکه وکړه ، چي د هغه بريدونو په مخنيوي کي پاتي راغلي ، کوم چي د ملکي خلکو د ګڼي ګوڼي په ځايونو کي رامنځته کيږي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل