1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنګو کښي د ملکي خلګو ساتل وار په وار سختيږي

۱۳۸۸ شهریور ۳۰, دوشنبه

پخوا به په جګړو کي خواوي معلومي وې . جګړه به د پوځيانو ترمنځ وه ،هغوی به يونيفورمونه درلودل ، قومانداني او جوړښتونه به يې معلو م وه، او سړي کولای شوای چي دپوځيانو او ملکي خلګو ترمنځ په آساني سره توپير وکړي

https://p.dw.com/p/Jle5
انځور: picture-alliance/ dpa

خو نن ورځ دجنګو بڼه بيخي بدله شويده .

د بين امللي سره صليب څخه بيت ښوايڅر پخپله پدې وروستيو 20کالو کي په بيلو بيلو جګړوکي دنړۍ په ډيرو برخو کي ګډون کړی، او په خپلوسترګو يې ليدلي دي چي دجګړې په حالت کي څنګه بدلونونه راغلي دي .

دی وايي، « اوس دجګړو جوړښت بدل شويدی . کله په يوه جګړه کي څو جبهې وي، دمثال په ډول ددارفور جګړه چي ډيري وسله والا ډلي لاس پکښي لري . سړی سم نسي پوهيدلی چي دجنګ قومانداني دچا په لاس کي ده ،اوپدې خاطرچي په اتحادونوکي هم تل بيا بيا تغير راځي ، سړی نسي پو هيدلاي چي څوک د چا سره متحد دی . »

نړيوال سور صليب دجګړو په هکله ډير معلومات لري . دوی دټولي نړۍ په 50 هيوادونوکي په سيمه ايزو جګړوکي بشري مرستي سرته رسوي . دسره صليب يو همکار مارسل ايزارد په کولمبيا کي ليدلي دي چي اوسنۍ جګړي هيڅ روڼ والی نلري .

دی وايي ، «سړی يوه کلي ته ځي ،هلته کراره کراري وي، دشپي هلته پاتيږي اوسبا اوري چي په ګاونډي کلي کي لس کسه وژل شويدي . کولمبيا دپيچلو جګړو ډير ښه مثال دی .کله پوځ له پوځ سره ورته واحدونو، کله ګوريلايي ډلي دبرلاسي پيداکولولپاره يود بل سره ، کله پوځ ته ورته ډلي له ياغيانو سره، او کله هم دمخدره موادومافيادټولوسره په جګړه کي داخلي وي . »

سورنړيوال صليب په وسله والو لانجوکي دټولو خواووسره خبري کوي ترڅو دجنګ قربانيانو ته ځانونه ورسوي . اوهمدغه ډول سور صليب دجګړې له ټولو خواوو څخه دهغو قواعدو رعايت غواړي چي په20پيړۍکي ټاکل شوي وه . دغه قواعد په جنګ کښي د شاملو عسکرو څخه دملکي کسانو دژغورلو تقاضا کوي . خوپه اوسنيو جګړو کي دجګړه کونکو اوملکي خلکو ترمنځ دجنګ سم تعريف نسته .

شوايڅر زياتوي ، « په پخوانيو جګړو کي داآسانه وه : عسکرو به خپلي دريشي ګاني اغوستلې، او وسلې به يې درلودې ، اودملکي وګړو به عادي جامې په ځان کي وې، او په جنګوکي به يې برخه نه اخيستله . خو په ډيرو لانجو کي اوس دا تفاوت سخت شويدي . په افغانستان کي ځيني خلک سته چي، دورځي پر خپلو کروندو باندي کارکوي او وسلي نلري، خو دشپې وسله په لاس ځيني پوځي بريدونه کوي . »

کله چي دملکي خلګو او جنګياليو ترمنځ سرحد معلوم نه وي، مرسته کول هم سختيږي . ځکه چي هغه چاته چي سړی مرسته ورکوي سم نه پوهيږي چي آيا دی رښتيا مستحق ملکي وګړی دی اوکه نه ؟ اوددې لپاره چي په ډيرو جګړو کي نور ي ښکاره جبهي نسته، ملکي خلګ تيښتي ته مجبوريږي . کورنۍ تيت او پرک کيږي اووروسته بيا په ډيرومشکلاتو سره په خپلو ورکو متعلقينو پسي ګرځي . دمارسل ايزارد په نظر دادجګړې له ټولو څخه ستونزمن عواقب دي .

دی وايي ، « يودبل سره دورکيدو مسله په ټوله نړۍ، اوټولو شخړوکي دکورنيولپاره ډيره زورونکې مسله ده . »

همدغه ډول له جګړو څخه منځته راغلي روحي ربړي د مرسته کونکودپاره ډير مشکلات پيدا کوي . خو بيا برعکس دمالي اومادي مرستو کول ډير اسانه دي .

خوکه څه هم ددوی مادي اړتياوي پوره کيږي خوکوم اميدواري ورته نسته ،ځکه چي داوسنيو جګړو يو تمايل، ددغو لانجو اوږديدل دي .

دغه جګړې دسياسي حل په وړاندي مقاومت ښيي . دجنګوښکاره ګټونکي هم معلوم ندي ،خو بايلونکي يې ډير زيات دي .

کلاوديا/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري