1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنگي سيمو کي ۱۱۸ ژورناليستان وژل سوي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۰, چهارشنبه

د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون په خپل کلني راپور کي ليکي، چي په ۲۰۱۴م کال کي په جنگي سیمو کي ۱۱۸ خبريالان د خپل کار پرمهال وژل سوي دي. تر ټولو ډېر په پاکستان، سوريې، افغانستان او فلسطيني سيمو کي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EDUi
انځور: picture-alliance/dpa

د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون په خپل رپوټ کي ليکي، چي د ژورناليستان له پاره په ۲۰۱۴م کال کي تر ټولو خطرناکه هيواد پاکستان وو. يوازي په دغه هيواد کي ۱۴ ژورناليستان وژل سوي دي.

ترپاکستان وروسته سوريه راځي چي ۱۲ پکښي وژل سوي او وروسته بيا افغانستان او فلسطين ياد سوي دي، چي په هر يوه کي نهه نهه ژورناليستان وژل سوي دي. په دريم کتار کي بيا عراق او اوکراين راځي چي په هر يوه کي اته ژورناليستان وژل سوي دي.

په ۲۰۱۴م کال کي له ژورناليستان سره د زورزياتي دوو پيښو تقريباً ټوله نړۍ هغه مهال تکاني کړي چي په سوريه او عراق کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له خوا د دوو تنو امریکايي ژورناليستانو د وژلو ويډيوگاني خپرې سولې.

له ۲۰۱۳م کال وروسته چي ۱۰۵ ژورناليستان د نړۍ په جنگي سیمو کي وژل سوي ول اوس دغه شمېر نور هم زيات سوی دی. د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون (IFJ) رئيس جيم بوميلها، له حکومتونو څخه غوښتي دي چي د ژورناليستانو په ساتنه کي جدي اقدام وکړي.

دغه فدراسيون ويلي دي چي اوس ډيري داسي رسنۍ سته چي جنگي سيمو ته خپل ژورناليستان نه ليږي او له هغو سيمو څخه د راپور ورکولو له پاره له آزادو خبريالانو څخه کار اخلي، چي دا د راپور پر بې طرفۍ باندي اغېزه کوي.

د يرغمل نيوني خطر ډېر سوی

د بې سرحده خبريالانو سازمان د راپور له مخي په ۲۰۱۴م کال کي د خبريالانو د تښتولو پيښي بې اندازې زياتي سوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخي په دغه کال کي په ټوله نړۍ کي ۱۱۹ خبريالان تښتول سوي دي، چي تر دمخه کال ۳۷ سلنه ډېرښت ښيي.

اوس هم په ټوله نړۍ کي ۱۷۸ ژورناليستان د خپلو کارونو په سبب په زندانونو کي ناست دي. هغه هيوادونه چي ډېر ژوناليستان ئې بنديان کړي، چين، ايران او عراق دي.