1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په شمال کې پر داعش او طالبانو د امریکا هوايي بریدونه

۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د متحده ایالاتو د پوځ د یوې وینا پاڼې له مخې امریکايي او افغان ځواکونو په گډه په جوزجان کې د داعش پر یوې ډلې بمبارۍ کړې دي. په بدخشان کې هم د طالبانو کمپونه د امریکايي ځواکونو تر بریدونو لاندی راغلي.

https://p.dw.com/p/2sN3T
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف په دغې وینا پاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې په بدخشان کې  طالب یاغیانو له نوموړو کمپونو څخه د افغانستان په دننه کې د بریدونو لپاره بندو بست کاوه او سر بیره پر دې هغوی له دغو کمپونو څخه د «ختیځ ترکستان اسلامي تحریک» جنگیالوی ته چې د چین او تاجکستان د پولې په اوږدو کې فعالیت لري، مرستې رسولې.

په دغې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومی قوماندن، جنرال جان نیکلسن له خولې ویل شوی دي: «هیڅ تروریستی ډله به خوندي ځای ونه لري..... موږ به هغوی د دې هیواد [ افغانستان] هر ځای کې چې وي ښکار کړو.»

په عین وخت کې د جوزجان د امنیې قوماندان، فقیر محمد جوزجاني اسوشیتدپرس ته وویل چې د جوزجان په دغو گډو هوايي بریدونو کې «چینايي او ازبک» اورپکي وژل شوي دي. ویل کیږي چې له څه مودې را په دی خوا په جوزجان کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې یوې څانگې ریښې ځغلولي دی.

جوزجاني یادونه وکړه چې داعش د نوموړي ولایت د درزاب  او خوش تیپه په ولسوالیو کې، چیرته چې دغه نوې هوايي ببمبارۍ شوي دي، مرچلې جوړې کړي دي.

Afghanistan Symbolbild Taliban-Kämpfer
انځور: picture alliance/Photoshot

د«اسلامي دولت» ترهگرې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې سر را پورته کړ. د هغې ډيری غړي پخواني طالبان دي او په لومړیو کلونو کې د افغانستان په ختیځو سیمو، په خاصه توگه د ننگرهار په ولایت کې یې په فعالیت لاس پورې کړ.

د چارو هغه شنونکي چې اسلامي دولت یا داعش ډله تعقیبوي وايي چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې شاوخوا ۵۰۰۰ جنګیالي موجود دي. د دوی په حواله له دې شمیر څخه زیاتره یې د ازبکستان د اسلامي ګوند پخواني غړي او د ازبکستان اتباع دي.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان جوزجاني بیا وايي چې د افغانستان په شمال کې ګڼ شمیر ازبکستانیان له خپلو کورنیو سره میشت شوي دي. په دغه سیمه کې زیاتره تاجکان او ازبکان ژوند کوي.

د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ هدف د اویغور تر تسلط لاندې د چین د شمال غربي سیمو خپلواکي ده. د یادې ډلې د بنسټونو د لمنځه وړلو په هکله د امریکا د پوځ اعلامیه وايي چې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه باید د افغانستان ګاونډي آرام کړي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د اویغوریانو تر ولکې لاندې دغه ترهګریزه ډله چین ته ګواښ پیښوي او زیاته شوې چې دوی د چین د پولې په اوږدو کې په بدخشان کې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره. اعلامیه همدا راز وايي چې د امریکا د پوځ د هوايي بریدونو هدف دا دی ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو خپلو ګاونډیو ته دا ډاډ ورکړي چې دغه هیواد د ترهګرو له پاره خوندي پټنځای نه دی تر څو له دې خاورې څخه د پولې بلې خوا ته عملیات ترسره کړي.

په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیاتو انځورونه: