1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جوزجان کې د داعش جنګیاليو په منځ کې ناپیژانده ښځي

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

د جوزجان ځایي چارواکي وایي چې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو په ډله کې یو شمیر ناپیژانده ښځي هم شاملې دي. تر دې مخکې ویل شوي ول چې دغه ښځې له میرزا اولنګ څخه راوړل شوي، خو چارواکي دغه خبره ردوي.

https://p.dw.com/p/2lglp
Traumazentrum im Irak
انځور: picture-alliance/dpa/A. Martins

ځينو رسنیو د درزاب ولسوالۍ د امنیې قوماندان محمد اسماعیل توران، په حواله ویلي ول چې د داعش جنګیالیو د هغو ښځو له ډلې څخه چې دوې میاشتې مخکې یې په میرزا اولنګ کې برمته کړې وې، ۳۵ تنه یې درزاب ولسوالۍ ته لیږدولي دي. خو هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې تازه څیړونو ښولې ده چې اصلې کیسه دا نه ده او واقعیت په اصل کې بل څه دي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ ته خبر رسیدلی وو چې یو شمیر ښځې له مرزا اولنګ څخه دلته راوړل شوې دي. د دغو میرمنو شمیر روښانه نه ده. ما دغه خبره په مرکز کې کشفي ارګانونو ته ورسوله. وروسته چې مې موضوع تعقیب کړه نو حقیقت یې نه لاره.»

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې یوه ځايي اوسیدونکي هم د داعش په بند کې د دې سیمې د یو شمیر ښځو د بندي کېدو خبر رد کړ. نزدې دوې میاشتې مخکې طالب او د داعش جنګیالیو پر میرزا اولنګ باندي برید وکړ او۵۰ تنه یې ووژل. د وژل شویو کسانو په دله کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. پر دې سربیره دغو ډلو یو شمیر ځایي اوسیدونکي له ځان سره بوتلل چې بیا وروسته د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب آزاد شول.

خو د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندان دا خبره تاییدوي چې د داعش جنګیالیو په ډله کې یو شمیر ناپیژانده ښځې لیدلې شوې دي. هغه ویلي دي چې روښانه نه ده چې دغه ښځې څوک دي او له کوم ځایه راغلي دي. دغه افغان چارواکي وویل چې په دې اړه یې څیړنې پیل کړې دي.

توران زیاته کړه: «کشفي ارګانونو رپوټ ورکړی دی چې پنځه ښځې یې لیدلې دي. خو ثابته مو نه شوای کړای چې دغه میرمنې له میرزا اولنګ څخه دي او که له کومې بلې سیمې. ازبکستانۍ میرمنې هم موجودې دي. زما په نظر دا د داعش د جنګیالیو میرمنې دي. زموږ کشفي ارګانونه اوس څیړني کوي چې هغوی وپیژني. بیا به معلومات مرکز ته واستوو.»

توران وویل چې اوس مهال داعش د درزاب ولسوالۍ ۸۰ سلنه برخه کنترولوي. د هغه په خبره د داعش ډلې په جنګیالیو کې د ازبکستان وګړي او یو شمیر نور بهرنیان هم شامل دي.

زموږ له ارشيف څخه: