1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جوزجان کې د معتادینو د درملنې هڅې

۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعه

په جوزجان ولایت کې د معتادینو د درملنې د صحي مرکز فعالیت په نشو د روږدو کسانو د شمیر په راکمولو کې مهم رول لوبولای دئ.

https://p.dw.com/p/15Fy4
انځور: DW/Hamid Safi

د دغه روغتیا یي مرکز مسئولین وایي چې د هغه راهیسي چې دغه مرکز په فعالیت پیل کړی دئ، نه یوازې دا چې د جوزجان، بلکه د څیرمه ولایتونو د یو ډیر شمیر معتادینو درملنه پکښی هم شوې ده او معتادین د نوموړي مرکز له خدماتو څخه راضي دي.

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان، ښار کې د معتادینو د درملنۍ دغه مرکز چې په ۱۳۸۵ لمریز کال کې ئې په فعالیت پیل کړی دئ، تر ورستیو کلونو پورې ئې ۲۰ بستره درلودل، خو د روان لمریز کال په سر کې دغه مرکز ۵۰ بستریزه شو.

د نوموړي صحي مرکز مشر ډاکتر عبدالغفار خوشیوال، له دویچه ویله (آلمان غږ) سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه مرکز په جوزجان کې د معتادینو د شمیر په راټیټولو کې مهم رول لوبولای دئ:

«له هغه وخت راهیسې چې دغه روغتون په فعالیت پیل کړی دئ تر اوسه پورې پکښی  څه د پاسه ۲۵۰۰ تنه معتادین په وړیا توګه تر درملنۍ لاندې نیول شوي دي او د سالمو کسانو په توګه ټولنۍ ته وړاندې شوي دي.»

Drogenabhängige in Afghanistan
انځور: DW/Hamid Safi

د نوموړي په وینا دوی داسې ناروغان هم لري چې څو ځله ئې دې روغتون ته مراجعه کړې ده. دا هغه کسان دي چې تر درملنې وروسته بیا معتاد شوی دي، خو د روغتون کار کوونکي تر هغه  ورسره کار کوي چې درملنه ئې بشپړه شي او نشه پریږدي.

د معتادینو د درملنۍ په دغه روغتون کې ۳۲ کلن محمد عیسی چی دسرپل ولایت اوسیدونکی دئ وایي: «ما هیروین څښل. اوس ډیر خوښ یم چې دغه عمل مې پریښی دئ او هوډ مې کړی دئ چې بیا به د ژوند تر پایه نشه ونه کړم.»

د نوموړي صحي مرکز د مسئولینو په وینا، هر هغه روږدی ناروغ چې دې روغتون ته راځي د ۲۵ ورځو څخه نیولی تر ۴۰ ورځو پورې تر درملنې لاندې نیول کیږي. د مسئولینو په وینا پر دې سربیره دوی هر کال د جوزجان ولایت په ولسوالیو کې د مخدره توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروگرامونه پر لاره اچول کیږي.

که څه هم په جوزجان ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو دقیق شمیر څرګند نه دئ خو اړوند مسئولین دغه شمیر په زرونو کسان اټکلوي.

عبدالحمید صافی/ مزار شریف
کتونکی: سید ریاض