1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جګړو کي د ولسي وګړو مرګ ژوبله نوره هم زياته سوې

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د کورنيو چارو وزرات ويلي، چي يوازي د تيري مياشتي په ترځ کي 173 تنه ولسي وګړي وژل سوي دي. دغه شمېر د تير ميلادي کال په پرتله يو پر دريمه زياتوالی ښه يي...

https://p.dw.com/p/ND1L
وژل سوي ملکي وګړي
وژل سوي ملکي وګړيانځور: picture-alliance/ dpa

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو ډيره ملامتيا پر ياغيانو اچوله کيږي، خو دغه ډول وژني چي د امريکا متحده ايالاتو او نورو ځواکونو له خوا سوي دي، ډير زيات د خلکو د قهر سبب ګرځي.

د افغانستان د عام خلکو قهر او غوصې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوړ پوړی قوماندان، جنرال سټينلي ميک کريسټل تير ميلادي کال دي ته اړ کړی، چي پر امريکايي هوايي بمباريو او د نور وسلو په استعمال کي چي د ولسي وګړو ژوند په خطر کي اچوي، مقررات سخت کړي.

داسي انديښني هم موجودي دي، چي د طالبانو ضد جګړي لپاره د 30 زرو امريکايي او د ناټو د نورو ځواکونو په رسيدو سره به د ولسي وګړو مرګ ژوبله نوره هم زياته سي.

د آلمان د خبري آژانس د يو رپوټ له مخه، چارواکو پرون وويل چي ناټو هغه ادعاوي تر پلټني لاندي نيولي، چي ځواکونو يې د افغانستان په جنوب کي دري ولسي وګړي وژلي دي.

په زابل کي د حکومت يوه چارواکي وويل، چي د ناټو ځواکونو دوې ورځي د مخه د ښهر صفا په ولسوالۍ کي په يوه امنيتي پوسته کي په يوې نقليه وسيلې ډزي وکړي.

د شهر صفا ولسوال ښادي خان وويل، چي دوې مېرمني او يو ماشوم په دې پيښه کي ووژل سول.

په کابل د ناټو يو وياند پرون وويل، چي سيمي ته افغان او بهرني پلټونکي استول سوي دي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبلي د افغانستان د حکومت او نړيوالو ځواکونو تر منځ وخت په وخت د اړيکو د ستونزمن کيدو سبب ګرځي. افغان حکومت دغه ډول پيښي غندي، خو لا تراوسه بريالي سوي نه دي، چي د هغو په مخنيوي کي اغېزمن ګامونه پورته کړي.

افغان چارواکي وايي، چي د دغو پيښو تکرار په هيواد کي د نړيوالو ځواکونو څخه عامه ملاتړ کمزوری کوي.

د افغانستان د کورنيو چار د وزرات په يو بله خپر پاڼه کي چي پرون خپره سوې ده، راغلي دي، چي د افغانستان په جنوب او ختيځ کي په دوو چادونو کي شاوخوا لس تنه ولسي وګړي او درې پوليس ټپيان سوی.

لومړۍ چادونه چي د جمعې په ورځ د فراه په ولايت کي وسوه، پنځه ولسي وګړي او درې پوليس يې ټپيان کړل. تر هغه وروسته په دغه ورځ په موسي قلعه کي د ياغيانو له خوا په يو بايسکل کي ځای پر ځای سوي بم 7 تنه ولسي وګړي سخت ټپيان کړل.

په عيني وخت د امريکاد متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ رييس، جنرال David Petraous چي په عراق او افغانستان کي د جګړې د څارني دنده په غاړه لري دوې ورځي دمخه، کله چي يې له کندهار څخه ليدنه کتنه کول،خبريالانو ته وويل، چي د هغه ښار اوسيدونکي ښايي له يو خونړي دوی سره مخامخ سي، ځکه نړيوال ځواکونه په سيمه کي د طالب جنګياليو سره د سختو نښتو وړاند وينه کوي.

له کندهار څخه د رويترز د خبري آژانس د يو رپوټ له مخه د ښار په شا او خوا سيمو کي امريکايي ځواکونه د مرچلو په جوړولو لګيا دي او په کابو نهه کلنه جګړه کي د ياغيانو پر ضد د برياليتوب په هيله د يوې ستري حملي لپاره تياری نيسي.

ملګرو ملتونو په وروستيو پيښو کي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو د شمېر زياتيدل د انديښني وړ بدلون وګاڼه او د جګړې له ټولو اړخونو څخه يي وغوښتل، چي په داسي عملياتو دي لاس نه پوري کوي چي «قربانيان» يي ولسي وګړي وي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل