1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عنان د سولي پر نوي پلان باندې خبرې وسوې

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

سوريې ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ استازي کوفي عنان، د سوریې د کړکیچ د حلولو له پاره يو نوی پلان وړاندې کړی دئ. اوس په جینیوا کې د نړۍ لوی قدرتونه راټول سوی دي چې د دې پلان پر سر یوې موافقې ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/15OeZ
انځور: Reuters

د سوريې له پاره د کوفي عنان د سولې د نوي پلان مسوده په جينيوا کي د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د پنځو دايمي غړو د بهرنيو چارو د وزيرانو او د عرب ليگ د استازو په غونډه کي وڅېړل شوه. عنان په دغه غونډه کي وويل: «که د سوريې کړکېچ همدغسې ناحل پرېښودل سو، نو ورڅخه به لوی ناورين جوړ سي.»

کوفي عنان په جينيوا کي سترو قوتونو ته خبرداری ورکړ چي که د سوريې له پاره د يوه گډ پلان په رامنځ ته کولو کي پاتې راسي نو د دغه هیواد په وژنو او تاوتريخوالي کي تر يوې حد پورې پړن سي: «د سوريې خلک د دغه کړکېچ اصلي قربانيان دي. د دوی وژنې به نه يوازي د هغوی د وژونکو له پاره پايلې ولري بلکه په دې کي به تاسو هم پړن ياست چې په دغه موضوع کي د خپلمنځي اختلافاتو په له منځه وړلو کي ناکامه شوئ.»

کوفي عنان خپلې دا څرگندونې د بهرنيو چارو د وزيرانو په دغه غونډه کي وکړې چي د شنبې په سهار په جينيوا کي پېل سوه. کوفي عنان په پرانستونکې بیانیه کې زياته کړه: «که موږ په دې کي پاتې راغلو چي د دغه کړکیچ په هکله سمه لاره تعقيب کړو تاريخ به په دې هکله قضاوت کوي.»

د جينيوا په غونډه کي د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د دايمي غړو، متحده ايالتونو، روسيې، بريتانيې، چين او فرانسې د بهرنيو چارو وزيرانو گډون کړی دئ. د دې تر څنگ په غونډه کي د سيمه یيزو قوتونو لکه قطر، ترکيې، کويټ او عراق استازو هم گډون کړی دئ.

د غونډې له پیل څخه مخکې د المان خبري آژانس د عنان د سولې د نوي پلان يو څو برخي خپرې کړې. د نوموړي آژانس د راپور له مخي د نوي پلان تر ټولو مهم ټکی دا دئ چي په سوريې کي د منځمهاله ادارې رامنځ ته کېدل بايد په دقيق او روښانه او مخ له وړاندي ټاکل سوو پړاونو کي تر سره سي.

د پلان د مسودې له مخې د سوريې ټول سياسي اړخونه بايد په منځمهاله اداره کي گډون ولري. د دې تر څنگ په مسوده کي ټولو سوريايانو ته د خبرو اترو په پروسه کي د برخه اخيستلو د حق ورکولو وړانديز سوی دئ. په دغه شپږ ټکیز پلان کي يو ځل بيا پر دې ټينگار سوی دئ چي د هر ډول پرمختگ له پاره بشپړ ډز بند حتمي دئ.

د لوېديځو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي پر دې شک څرگند کړی دئ چي ايا اسد به په رښتيا هم دې ته چمتو سي چي له واک څخه خپلې منگلې ليرې کړي او که نه.

انډرياس څوماخ/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش