1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حاروي سیمو کې د ځنګلونو له منځه تګ دوه چنده زيات شوی

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

په امازون کې اور لګيدنه او ورسره د کرونا بحران چې د نړۍ د تودو سیمو ځنګلونو ته يې زیان ډير کړی دی. دا چې دغه زيان څومره ډير دی د «ډبليو ډبليو اف» د چاپيريال ساتنې بنسټ له يوې څيړنې څخه جوتيږي.

https://p.dw.com/p/3cdTj
Brasilien Amazonas Waldbrände
انځور: Reuters/R. Moraes

په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپريدل د تودو سیمو د ځنګلونو تخريب لا ډير کړی دی. د ماریلند پوهنتون د «ډبليو ډبليو اف» يعنې د نړۍ د ژويو د بنسټ‌  په يوه څيړنه کي د سپوږمکيو د معلوماتو له مخې جوته شوې چې باراني ځنګل مدام او ژر له منځه ځي. د «ډبليو ډبليو اف» په څيړنه کې راغلې چې له ۲۰۱۷ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کاله پورې د ځنګلونو له منځه تګ ۱۵۰ سلنه زیات شوی دی.

 په اندونیزيا کې د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په مياشت کې له ۱۳۰۰ کيلو متر مربع څخه زيات ځنګلونه له منځه تللي دي. په کانګو کې بیا ۱۰۰۰ کيلو متر مربع او په برازيل کې ۹۵۰ کيلومتر مربع باراني ځنګل له منځه تللی دی.

په برازيل کې غيرې دولتې انستيتوت د امازون څيړنې د ۵۲۹ کيلومتر مربع ځنګل د ثبت خبر ورکړی چې ونې يې پرې شوې. دا د تير کال د اپريل مياشتې په پرتله ۱۷۱ سلنه زياتوالې ښيې.

Brasilien | Brände im Amazonasgebiet
انځور: Reuters/B. Kelly

 د طبعیت ژغورنې «ډبليو ډبليو اف» د آلمان د څانګې مشر کريستوف هاينريش، ټولو اړخو ته خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو دغه ویجاړونکی حالت دې د کرونا د اغیز له کبله وګڼي. په ټولو اتلسو هيوادونو کي چې دغه څيړنه پکې ترسره شوې، په مارچ مياشت کې د تودو سيمو ۶۵۰۰ کيلومتر مربع ځنګلي ځمکه له منځه تللې چې دا د برلين ښار د مساحت څخه اوه ځلې زیات دی.

په عین وخت کې څیړنه زیاتوي چې په ډيری هيوادونو کې دولتونه د ځنګل له ساتنې څخه په شا شوي، چې له کبله يې د ځنګلونو ناقانونه پريکونکو او د لرګيو قاچاق کونکو ته لاره اواره شوې.

هاينريش وايې چې د سرخ پوستانو يا بومي اوسیدونکو سيمې ډيری ځايونو امنيت ښه نه دې او جنايت کاره ډلې په کي په آسانۍ له خلکو قربانې اخلي. دی وایي چې په ښاري سیمو په ډیری برخو کې لږ شمير پولیس حاضر دي او د ډيرو ټولنيزو سازمانونو کار کونکي له کورونو څخه په ان لاین ډول کار کوي.