1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کي د اوربند نامعلوم حالت

۱۳۹۵ آذر ۲۵, پنجشنبه

ویل کیږي چي د سوريې د حلب ښار په ختیځه برخه کي یاغیان نور جگړه نه کوي، خو د یوه اوربند رامنځته کیدو هیله مندي هم تر اوسه پوري ډیره لږ ده، د بشارلاسد له اړخه هم.

https://p.dw.com/p/2UIXr
Syrien Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalian

په حلب کي د یوه ممکنه اوربند د رامنځته کیدو او په هغه پوري تړلې د ښار له یوې برخي څخه د خلگو د وتلو رپوټونه هم د پخوا په شان ضد و نقیض دي. که څه هم د اسد پلوه اتحاد یوه استازي د یوه اوربند په اړه تړون تائید کړی دی، خو په مقابل کي یې باید ۱۵۰۰۰ انسانان محاصره سوي سیمي پریږدي. د یاغیانو یوه استازي هم اعلان کړی دی، چي په حلب کي د یاغیانو له سیمو څخه سهار وختي وتل پيل سوي دي.

خو ایا واقعاً یاغیان غواړي له حلب څخه ووزي؟ او ایا د سوريې حکومت به د هغه مطابق تړون مراعت کړي؟ ځکه چه د سوريې واکمن بشار اسد، په خپلو څرگندونو کي شکونه رامنځته کړي وه. اسد پرون لا یوه روسي تلویزون ته ویلي ول: «یوازي هغه تروریستان به له جزا څخه معاف سي، چي تسلیم سوي او یا له جنگي ساحې څخه وتلي وي. زموږ مبارزه به تر هغه وخته پوري جریان ولري، ترڅو چي ټوله هیواد له تروریستانو څخه پاک سوی نه وي.»

تر دې دمخه سختو جنگونو او هوايي بمباریو د حلب په ختيځه برخه کي د ژوندي پاته سوو کسانو ټوله هیله مندي له منځه یووړه. د چهارشنبې په ورځ د ښار په ځینو برخو کي فیرونه سره تبادله سول او بمي چاودني وسوې. د روسي منابعو په حواله په حلب کي یاغیانو ترکلونو جنگونو وروسته خپل مقاومت له لاسه ورکړی دی او ښار کاملأ د سوريې د پوځ تر کنترول لاندي دی.

په همدې حال کي ملګروملتو د سوريې پر حکومتي قواوو او د هغه پر متحدینو باندي سخت تورونه لگولي دي. د دغه سازمان د بشري حقونو لوی کمیسار سعید ال حسین، ویلي دي چي پر ملکي کسانو بمبار کیدای سي یو جنگي جنایت وي. د جرمني حکومت هم د سوريې له متحدینو روسیې او ایران څخه غوښتي دي چي په حلب کي د خلگو درد او کړاو ته خاتمه ورکړي.

له تړلو بکسونو سره

د آژانسونو په حواله په حلب کي ډیرو خلکو خپل ټول هغه شیان چي ورسره وړلای یې سي، له ځانو سره دباندي وړي دي، ځکه د سوریې پوځ له چوروچپاول او تشدد څخه په بیره کي دي. په دغه ښار کي طبي تدارکات په بشپړه توگه خراب سوي او هیڅ شی نه دي پاته.

په همدې حال کي دیپلوماتیک فعالیتونه هم پيل سوي دي: د ایران جمهوررئيس حسن روحاني د سوريې واکمن بشاراسد ته په تلیفوني خبرو کي د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی او ويلي دي، چي «ایران به تر پايه پوري د سوريې پلوي وکړي.» د روحاني په خبره د حلب ازادیدل پر تروريستانو باندي یو لوی بریالیتوب دی، خو اوس دا لازمه ده چي د سوريې له خلگو سره بشري مرستي وسي. د ایران له اړخه د سرې میاشتي اداره تیاره ده، چي په ځانگړې توگه د دارو درملو او غذايي موادو مرستي وکړي.

اردوغان غواړي مرسته وکړي

ترکي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی، چي د ترکیې جمهوررئيس رجب طیب اردوغان له خپل روسي سیال ولاديمير پوتین سره تلیفوني خبري کړي دي. ویل کیږي چي دواړو خواوو د اوربند رامنځته کیدو پر اړتيا باندي ټینگار کړی.

د رپوټ پر اساس اردوغان تیاری ښوولی دی چي ټول لازم تدابیر به ونیسي چي د سوريې مهاجرو ته ځای ورکړي او ورسره مرستي وکړي.