1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کې جگړې په سلونو انسانان وژلي دي

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

په سوريې په حلب ولایت کې د دغه هيواد د پوځ په تعرضي عملیاتو کې د فعالانو په وینا تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. پر دې سربیره د سوریې او ترکیې تر منځ پر پوله وضعیت همداسې ترینگلی پاتې دی.

https://p.dw.com/p/1Hsj4
انځور: Getty Images/AFP/T. Mohammed

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې د دواړو اړخونو جنگیالي شامل دي. د دغه سازمان په وینا د فبروري میاشتې له پیل راهیسې د سوریې – روسیې په تعرضي عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي کسان هم وژل شوي دي. ویل شوي دي چې په حلب کې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه د روسیې هوایي ملاتړ له ځانه سره لري.

که چیرې حکومتي ځواکونه د یاغیانو تر کنترول لاندې د ښار یوه برخه له شا او خوا سیمو څخه پرې کړي، نو د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې ښایي په دغه ښار کې ۳۰۰ زره کسان د خوراکي توکو له سقوط سره مخامخ شي. دغو نښتو په لسونو زره کسان دې ته اړ کړي دي چې د ترکیې پولې ته وتښتي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د لویدیځ دغه تورونه رد کړي دي چې گنې د هوایي بریدونو له کبله یې په سوریه کې یو بشري کړکیچ رامنځ ته کړی دی.

سرحدي ځواکونه شکمن کسان دروي

د ترکیې او سوریې پر پوله وضعیت وار په وار ترینگلی کیږي. تل ډیری کسان په دغه ځای کې کمپونو ته چې له حده ډک دي ځانونه وررسوي. ترکیه خپل هیواد ته د نورو مهاجرو له ورپریښودو څخه ډډه کوي او خپله پوله یې تړلې ساتلې ده. دا ځکه چې هغوی خپل هیواد ته، تاوتریخوالي ته د چمتو تندلارو اسلامپالو له ورتگ څخه هم انديښنه لري.

د دغه هیواد پوځ ویلي دي چې د ۳۴ کسانو یوه ډله چې پکښې ۲۰ ماشومان او لس ښځې شاملې وې د کارکامش په سرحدي ښار کې د ترکي عسکرو له لوري درول شوې ده. زیاته شوې ده چې پر څلور ځانمرگي واسکټونو سربیره په دوو بیکونو کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ کیلوگرامه پورې چاودیدونکي توکي هم موندل شوي دي. د «حریت» په نامه د ورځپاڼې د رپوټ له مخې په احتمالي توگه دغه بیکونه د مهاجرو د شتمنۍ په توگه ښوول شوي او ترکیې ته قاچاق شوي دي.

کابو یوه میاشت تر مخه له سوریې څخه ترکیې ته سفر کوونکي د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یوه شکمن غړي په استانبول کې ښار کې د آلماني سیلانیانو یوه گروپ ته څیرمه ځان والوزاوه او یوولس آلمانان یې ووژل. ترکي چارواکي داسې اندیښنه لري چې افراطي ډلې اسلامي دولت، ښایي نور بریدونه وکړي.