1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حمص کې د درو ورځو له پاره اور بند وغځول شو

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې په ژنیو کې د سوریې د اپوزیسیون او حکومتي استازو تر منځ خبرې اترې ادامه لري، د ملگرو ملتونو د امنیت شوری له خوا په سوریه کې مرستو ته د لاس رسي له پاره یوه مسوده چمتو شوې ده.

https://p.dw.com/p/1B6Zx
انځور: Reuters

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جنوري ۱۰م) په ژنیو کې د سوریې د اپوزیسیون او حکومتي استازو تر منځ د سوریې د کړکیچ ختمولو په موخه د خبرو اترو دویم پړاو پیل شو. په دې تر څ کې د سوریې په حمص ښار کې د نورو درو ورځو له پاره اوربند غځول شوی دی. کله چې د دوشنبې په ورځ په سوریې کې دغه خبرې اترې پیل شوې نو دواړو اړخونو پر یو بل باندې په سوریه کې په وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو تورونه پورې کړل، چې په ترڅ کې یې په سلگونو کسان وژل شوي دي.

د سوریې د اپوزیسیون استازو خبرداری ورکړ، که چیرې د خبرو اترو په دویم پړاو کې پرمختگ و نه شي نو د مذاکراتو په دریم پړاو کې به گډون و نه کړي.

د سوریې د اپوزیسیون استازي لویي صافي، د دوشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل: «که په مجموع کې کوم پرمختگ و نه شي، نو زما په آند د خبرو اترو د دریم پړاو په اړه فکر کول به د وخت ضایع کول وي.» دواړو اړخونو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ به د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د ځانگړي استازي لخضر براهیمي په منځگړتوب گډه غونډه تر سره شي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری کې سوریې ته د مرستو په لیږد کې د لا زیاتوالي په اړه یوه مسوده چمتو شوې ده. دغه مسوده د آسترالیا، لوکزمبورگ او اردن له لوري وړاندې شوې ده، چې پکښې د غیر محدوده بشري مرستو ته د لاس رسي غوښتنه شوې ده. په دغه مسوده کې راغلي دي که چیرې تر ۱۵ ورځو د بشري مرستو د رسولو ضمانت ور نه کړای شي، نو د هغو انفرادي کسانو او نهادونو چې د مرستو د لاس رسي په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوي، پر ضد ښایي غیر پوځي بندیزونه ولگول شي.

د دغې مسودې په متن کې د تاوتریخوالي کچه د نه زغم وړ بلل شوې چې په سوریه کې د ۱۳۶ زرو تنو څخه د زیاتو کسانو د مرگ په بیه تمامه شوې، چې په دغه جمله کې ۱۱ زره ماشومان هم شامل دي.

خو د دوشنبې په ورځ د امنیت شوری د ویټو حق درلودونکي غړي هیوادونه روسیه او چین پر دې ونه توانیدل چې د دغه پریکړه لیک په اړه خبرو اترو کې گډون وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکین، ویلي دي که چیرې دغه پریکړه لیک رایې اچونې ته وړاندې شي نو دوی به یې ویټو کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخه هم روسیې او چین د امنیت په شوری کې درې وارې د داسې یوه پریکړه لیک مخه نیولې ده چې د سوریې حکومت پکښې غندل شوی وو او په تیرو درو کلونو کې پکښې د بندیزونو احتمالي گواښ شوی وو.

د حمص له پاره اوربند وغځول شو

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د څانگې مشرې والري آموس، د سوریې د حمص په ښار کې د بشري مرستو د رسولو له پاره د درو نورو ورځو له پاره د اوربند د غځیدو هر کلی کړی دی. خو هغې په خپلو خبرو کې وویل چې دا خبره «په بشپړه توگه د منلو وړ نه ده» چې د ملگرو ملتونو او سوریې د سره صلیب مرستندویه کارکوونکي تر برید لاندې راغلل او ۱۱ تنو ځکه خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د اوونۍ په پای کې دواړو اړخونو لومړنی اوربند عملي نه کړ.

د ورکړل شوو رپوټونو په حواله د دوشنبې په ورځ مرسته کارکوونکي د حمص ښار ته رسیدلي دي چې له دغه ځای څخه چې د پاڅون کوونکو په ولکه کې دی نورې ښځې، ماشومان او د زاړه عمر خلک راوباسي. دغه ښار د حکومتي ځواکونو له لوري تر یوه کال څخه د زیادې مودې له پاره کلابند شوی دی. د حمص ښاروال ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ ۴۶۰ تنه له دغه ښار څخه راایستل شوي دي.

د حما د مرکزي ښار په شمال کې په یوه کلي کې د ۴۰ ملکي کسانو د وژل کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. ویل کیږي چې دغه کلی د پاڅون کوونکو په ولکه کې دی او زیاتره خلک یې د علوي ډلې سره تړاو لري چې د بشارالاسد د رژیم پلویان دي.