1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«په حمص کې پر پوځي هوایي اډې برید شوی دی»

۱۳۹۷ فروردین ۲۰, دوشنبه

د سوریې پر دوما ښار باندي د کیماوي وسلو تر شکمن برید وروسته امریکا متحدو ایالاتو د عواقبو ګواښ کړی وو. تر هغې وروسته د سوریې پر یوه پوځي هوایي اډې برید شوی. خو پینتاګون په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/2vhbB
Syrien Raketenangriff
انځور: picture-alliance/Photoshot

د فعالانو د وینا له مخې د سوریې پر یوې پوځي هوایي اډې باند د برید په پایله کې ۱۴ تنه وژل شوي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا په وژل شوو کسانو کې ایراني جنګایلي هم شته. دغه سازمان چې د سوریې اپوزیسیون ته نزدې دی ویلي دي چې د تایفور هوایي ډګر چې د «تي ۴» په نامه یادیږي، پکښې روسي او ایراني واحدونه او همداشان د حزب الله په نوم د شیعه ملیشو جنګیالي مستقر دي. دغه ټول ځواکونه د سوریې د واکمن بشارالاسد متحدین دي.

تر دې دمخه د سوریې دولتي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې د یکشنبې په شپه پر دغه هوایي ډګر باندې څو توغندي توغول شوي دي. خو دا خبره لا نامعلومه ده چې د برید د چا له خوا تر سره شوی دی.

امریکا د برید مسوولیت ردوي

دا ګنګوسي چې ښایي په حمص کې پر هوایي پوځي اډې باندې په شوي برید کې امريکا لاس ولري، د پینتاګون له لوري رد شوي دي. د پینتاګون یوه ویاند پر دې خبره ټینګار کړی دی چې په سوریه کې وضعیت په دقیق ډول څارل کیږي او د دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي، څو د کیمیاوي وسلو برید مسوولین د قانون منګولو ته وسپارل شي. د دغه ویاند په خبره اوسمهال کوم هوایي برید نه دی تر سره شوی. زیاته شوې ده چې په وروستیو کې د یاغیانو پر ضد له زهرجن ګاز څخه کار اخیستل شوی وو. د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له دې کبله د غچ اخیستنې ګواښ کړی وو.

لبناني رسنیو د سوریې سویل ختیځ سیمې ته څیرمه د ځایي اوسیدونکو له لوري سهار وختي د جېټ الوتکو د لیدو خبره کوي، چې ښایي د اسرائیل له لوري د کوم احتمالي برید په معنی وي. په تل ابیب کې د اسرائیلي پوځ یوې ویاندې ویلي دي چې دوی د دغې پيښې په هکله څه ویل نه غواړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بیړنۍ ناستې غوښتنه

د توغندیو برید د سوریې د پوځ له لوري پر دوما ښار باندې د کیمیاوي وسلو تر شکمن برید وروسته تر سره کیږي. د شنبې د ورځې په دغه برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات ټپیان شوي ول. دوما ښار په ختیځ غوطه سیمه کې موقعیت لري چې د یاغیانو پوخ سنګر ګڼل کیږي.

د دغه شکمن برید په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ خبرې اترې کوي. متحدو ایالاتو له نورو اتو هیوادونو سره په ګډه د یوې بیړنۍ ناستي غوښتنه کړې وه. په دغو هیوادونو کې پر نورو سربیره د امنیت شورا دایمي غړي فرانسه او بریتانیا هم شامل دي. په پام کې ده چې د روسیې په غوښتنه یوه بله جلا غونډه هم تر سره شي.

سپیني ماڼۍ او همداشان په پاریس کې د الیزه ماڼۍ د معلوماتو له مخې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره د یکشنبې په ورځ د سوریې د پیښو په هکله تلیفوني خبرې اترې کړي دي. زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو د کیمیاوي وسلو شکمن برید په کلکه غندلی دی او پر دې یې توافق کړی دی چې د سوریې مشرتابه باید حساب کتاب ته کش کړل شي.

خو په دې هکله کره شواهد نه شته چې د شکمن زهرجن ګاز برید له پاره بشارالاسد مسئول دی. روسیه او ایران دغه تورونه بیا ردوي.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په دې ترڅ کې د سوریې یاغیانو او ملکي کسانو له دوما ښار څخه په وتلو پیل کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: