1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حيرتان بندر کي خوراکي موادو د مرستو د خوسا کيدو احتمال

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

د حیرتان بندر مسوولین وایي چي څه د پاسه ۲۰ ورځي کیږي چي په غذایی موادو ډک له ۵۰ څخه اضافه کانتینرونه له قزاقستان څخه رسیدلي خو حکومت هغه نه دي انتقال کړي. د هغوی په خبره دغه مواد اوس د خرابیدو په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/3eh0T
Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
انځور: DW/H. Safi

په افغانستان کي د کرونا تر پراخیدو او فقر تر زیاتوالي وروسته ډیرو هیوادونو له دغه هیواد سره د خوراکي موادو او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه. په هغو کي قزاقستان هم غدايي مواد لکه اوړه، غوړي، مکروني، شیدې او داسي نور افغانستان ته استولي دي.

په داسي حال کي چي په میلیونو کسان په دغه هیواد کي د بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي او د ماښام او سهار په ډوډۍ پسي حیران دي، د حیرتان د ریل ګاډي پر تجارتي بندر بیا د قزاقستان له خوا مرسته شوي غذایی مواد د خوسا کیدو په حال کي دي.

د افغانستان په شمال کي د حیرتان د تجارتي بندر مسوولینو نن پنجشنبه خبر ورکړی چي څه د پاسه ۲۰ ورځي کیږي چي په غذایی موادو ډک  له ۵۰ څخه اضافه کانتینرونه دغه بندر ته رسیدلي خو تر اوسه پوري د حکومت له خوا نه دي لیږدول سوي.

د حیرتان بندر د خدماتي ادارې مرستیال محمد کاظم مهرزاد په دې اړه دویچه ویلی ته وویل: «اړونده ادارې باید ژر تر ژره دغه مواد انتقال او مستحقو کسانو ته وویشي. دا ځکه چي هوا ګرمه ده نو ددې امکان سته چي په کانتینرونو کي موجود غذایی مواد وراسته سي.»

هغه زیاتوي چي ددغو غذایی موادو انتقال او پر اړو کسانو د هغوی ویشل د پیښو سره د مبارزې د ادارې کار دی. که څه هم هغوی په دې اړه څو لیکونه نوموړي بڼسټ ته استولي څو دغه مواد انتقال کړي خو تر اوسه یې په اړه کوم اقدام نه دی سوی.

د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد هم ددې موضوع په تأیید سره وایي چي د بلخ سیمه ایزو چارواکو ددغو کانتینرونو د انتقال په اړه څو لیکونه مرکزي حکومت ته استولي او دهغوی د جواب په تمه دي.

پیښو ته د رسیدګۍ په چارو کي د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي په دې اړه دویچه ویلي ته وویل: «ددغو موادو د انتقال تدارکي کار جریان لري. د راتلونکي اونۍ د شنبه په ورځ به قراردار رامنځته او ښایي د یکشنبې په ورځ دغه بارونه کابل ته انتقال سي.

د حیرتان د بندر د خدماتو د ادارې مسوولین ټینګار کوي چي له یوې خوا دغو کانتینرونو د ریل ګاډو لار بنده کړې او ددغي ادارې کارونه یې له خنډ سره مخامخ کړي، د بلي خوا د قزاقستان هیواد هم په تیرو څو ورځو کي د  خالي کانتینرونو د ورسپارلو غوښتونکی سوی دی.

گ. پ/ ب. ص/ شکليلا ابراهيم خيل