1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختیځه اروپا کې د ناټو د دفاعي توغنديو مرکز

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

په پام کې ده چې د ډېرو مخکښو سیاستوالو په حضور کې په رومانیا کې د دفاعي توغندیو لومړی مرکز پرانیستل شي. ناټو ټینگار کوي چې دغه پروژه د روسیې پر ضد نه ده. خو مسکو دې ته په بل ډول گوري او احتجاج یې کړی.

https://p.dw.com/p/1Im79
انځور: picture alliance/chromorange

د رومانیا په دیوېسلو کې د ناټو د دفاعي توغندي سیستم د مرکز د پرانیستې له پاره د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرگ پخپله د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د می ۱۲مه) دغه ځای ته سفر کوي.

دغه پروژه یوازي په رومانیا کې نه، بلکې په پام کې ده چې په پولنډ کې وي. د جمعې په ورځ په رسمي توگه د پولنډ په شمال ریدڅيکوو کې د دفاعي توغندي د دوهم مرکز د جوړیدو چارې پیلیږي چې د روسیې له کلینینگراد، څخه ډیر وړاندي نه دی.

«زیانمنونکی او ناسم»

د روسیې مشرتابه د دغي پروژي له ساختماني چارو څخه خوشحاله نه دي، چې په اصلي توگه د امریکا متحدو ایالاتو له لوري پر مخ وړل کیږي. مسکو په رومانیا کې په انتقادي ډول د دفاعي توغندیو د مرکز پرانیستل د «زیانمونکي او ناسم» گام په توگه بللی دی.

په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزارت څخه میخایل اولیانوف، ویلي دي چې دغه سیستم کرزو توغندي هم توغولای شي چې د ستراتیژیک توازن له پاره یو خطر دی.

د ایران پر ضد ځیر کیدل

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فرانک روز، د رومانيا په پلازمینه بخاریست کې بیا د دې برعکس پر دې باندې ټینگار کړی دی چې د توغندیو دغه دفاعي سیستم روسیې ته متوجه نه دی. د روسیې د اندیښنې په هکله هغه وویل: «هیڅ شی له حقیقت څخه لیرې کیدای نه شي.» امریکایان بیا استدلال کوي چې د روسیې میزایل دومره گړندي دي چې دغه سیستم یې مخه نه شي نیولای.

روز لا هم ایران ته د اصلي گواښ په سترگه گوري، په داسې حال کې چې تیر کال د اتومي پروگرام پر سر تر تړون وروسته د لویدیځ او تهران تر منځ د اړیکو په ترینگلتیا کې په څرگند ډول کمی راغلی دی.

د متحدو ایالاتو دغه لوی چارواکي په بخاریست کې د دفاعي توغندي سیستم د مرکز د پرانیستنې تر مخه ویلي دي چې «ایران لا هم له هر ډول لنډ واټن ویشتونکي توغندي څخه نیولی تر منځني واټن ویشتونکو توغندیو ودې، ازمویلو او ځای پر ځای کولو ته ادامه ورکړې ده.» د هغه په خبره د ایران توغندي د ناټو د اروپایي اتحاد سیمو ته رسیدای شي.

په دیوېسلو کې د دفاعي توغندیو مرکز په یوازي سر د امریکا متحدو ایالاتو له لوري جوړ شوی دی چې ۸۰۰ میلیونه امریکایي ډالر لگښت پرې راغلی دی.

په جولای میاشت کې به په وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې هغه د ناټو تر قوماندي لاندې راشې. د "Aegis" په نو دغه سیستم د یوه منځني واټن ویشتونکي توغندي یرغل د ځمکې د اتوموسفیر څخه د باندي شنډولای شي. په ټوله کې متحدو ایالاتو د توغندیو په دفاعي سیستم کې تر یو میلیارد زیات ډالر لگولي دي. د ناټو د اتحاد د شریکانو ونډه بیا برعکس په هغه کې ډیره لږ ده.