1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختیځ اوکرایین کې ناکرارۍ

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۳, شنبه

په ختیځ اوکرایین کې چیرې چې ناکرارۍ ادامه لري، وسلوالو کسانو د امنیتي ځواکونو دوه ودانۍ نیولي دي، په داسې حال کې چې د کیف د چارواکو د مداخلې د گواښونو سره سره، د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له لورې احتجاجونه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1Bh0d
انځور: Reuters

د اوکرایین د مؤقت حکومت د کورنیو چارو وزیر آرسین اواکوف، د فیسبوک پر پاڼه لیکلي دي: «وسلوالو ځواکونو چې کوماندويي یونیفورم یې پر تن وو په سلاونسیاک، کې د پولیسو دوه څانگې نیولي دي. د دې غبرگون به ډیر سخت وي ځکه چې د احتجاج کوونکو او ترهگرو تر منځ توپیر موجود دی.» هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین ځانگړي ځواکونه د پیښې ځای ته استول شوي دي.

تر دې لږ څه وروسته پولیسو ویلي دي چې دغه ډلې په نوموړي ښار کې یوه بله ودانۍ ولکه کړې ده.

د کورنیو چارو د سیمه ییز وزارت له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «هماغه وسلوالې ډلې چې د ولسوالۍ د پولیسو مرکز یې نیولی وو، په سلاونسیاک، کې د اوکرایین د امنیتي خدماتو، ودانۍ هم نیولې ده.»

سلاونسیاک، د اوکراین په دونیڅک سیمه کې پروت دی چې د روسیې له پولې ۱۵۰ کیلومتره واټن لري. لا تر اوسه د وسلوالو کسانو شمیر معلوم نه دی او نه هم د هغوی له لوري کومه غوښتنه شوې ده.

د دونیڅک او لوهانسک په ښارونو کې د روسي پلوو احتجاج کوونکو له لوري دولتي ودانۍ نیول شوي دي او دوی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غواړي چې ختیځ اوکراین ته ځواکونه ورواستوي.

د چهارشنبې په ورځ د اوکراین چارواکو بیلتون غوښتونکو ته د ودانیو اشغال ته د پای ټکي کښیودلو له پاره ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی وو. دغه ضرب الاجل د جمعې پر ورځ پای ته ورسید خو د پولیسو له لوري داسې کوم اقدام و نه لیدل شو، چې دغه کسان دې په زوره ویستلو ته اړ کړي.

د اوکرایین د کورنیو چارو د وزیر له لوري د فیسبوک په انټرنیټ پاڼه کې په خپور شوي پیغام کې وړاندې راغلي دي: «زه غواړم دا خبره بیا وکړم: هغه څوک چې ډیالوگ غواړي...ورسره به خبرې اترې وشي او د حل لارې چارې به ولټول شي. هغه کسان چې وسلو ته لاس کوي، ودانیو ته اور ورته کوي، پر خلکو ډزي کوي او خلک ویروي، دغه کسان به له مناسب غبرگون سره مخامخ شي.»

دونیڅک ته د جمعې پر ورځ د یوه ناببره سفر پر مهال، د اوکراین مؤقتي لومړي وزیر آرسیني یاڅینوک، د هیواد دغې سیمې ته د لا ډیر واک ورکولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې کیف به په ختیځ کې د روسي ژبې د استعمال پر حق باندې کوم محدودیتونه و نه لگوي.

خو کیف، د روسي پلوه احتجاج کوونکو د یوه آزاد ریفرنډم یا ټولپوښتنې د تر سره کیدو غوښتنه رد کړه. تیره میاشت د تورې بحیرې د کریمیا په نیمه ټاپو کې هم دغسې یوه ټولپوښتنه تر سره شوه، چې په پایله کې دغه ځای د روسي ځواکونو له لوري اشغال شو. اوکرایین او د لویدیځ زیاتره هیوادونه په کریمیا کې تر سره شوی ریفرنډم غیر قانوني گڼي.