1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست او پکتيکا کي هوايي بريدونو بيا مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲, جمعه

افغان چارواکي وايي، چي د پکتيکا ولايت په يحى خيلو ولسوالۍ کي يي، پر وسله والو طالبانو بريد کړى او ګڼ شميرجنګياليو ته يي مرګ ژوپله اړولي. په خوست کي هم د يو ساختماني شرکت پر ساتونکو باندي په هوايي بريد کي درې ته وژل سوي.

https://p.dw.com/p/112QW
په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو څرخي الوتکه د بمبارد پر مهال
په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو څرخي الوتکه د بمبارد پر مهالانځور: picture-alliandce/dpa

پيښه تيره شپه ديادي ولسوالۍ په شملزيو کلي کي رامنځته سوي. د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان المان ږغ راډيو ته وويل، چي د وسله والو مخالفينو پرخلاف په دغه عمليات کي افغان او بهرني ځواکونه ګډه برخه لري او د ناټو ځواکونو پوځي چورلکي هم د وسله والو په ځپلو کي همکاري کوي.

د افغان په خبره د لومړنيو معلوماتو له مخه ښايي ، چي په دغه بريدونو کي ١٢ وسله وال طالبان وژل سوي او يو شمير سپکي او درنې وسلي هم د ځواکونو لاس ته ورغلي.

هغه وايي، چي په وژل سويو وسله والوکي يو شمير بهرني جنګيالي هم شامل دي، چي جسدونه يې اوس مهال د يخى خيلو ولسوالۍ ته ليږدول سوي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان زياتوي ، چي په ياده سيمه کي اوس هم د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات دوام لري. بلخوا د يادي سيمي اوسيدونکي هم مني ، چي تيره شپه يې پر کلي ، د بهرنيوځواکونو چورلکو بمبارد کړى او دوى دوه جسدونه هم ليدلي دي.

تر اوسه د پکتيکا د تيري شپي په عملياتو کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي په اړه کوم راپور نه دى ورکړل سوى. خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد که څه هم د تيري شپې په بريدونو کي د خپلو پنځو طالب ملګرو د وژل کيدو خبر مني، خو ادعا کوي، چي ٨ امريکايي عسکر يې وژلي او ګڼ شمير نور يې ټپيان کړي دي.

هاخوا د پکتيکا په ګاونډ خوست کي هم بهرنيو ځواکونو د يوه ساحتماني شرکت امنيتي ساتونکي په نښه کړي، دغه پيښه هم تيره شپه د خوست ولايت د دوه منده ولسوالۍ د شينکۍ په سيمه کي رامنځته سوې.

د شرکت مسؤلين وايي، چي دوى د سپيرې ولسوالۍ د سړک جوړوني چاري پرغاړه لري او بهرنيو ځواکونو بي له کوم لامل د دوى پر اربکيو له هلکوپترو څخه ډزي کړى، د شرکت درې امنيتي کارکونکي يي وژلي او يو يي ټپي کړى.

په خوست کي د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر دويچه ويلي ته وويل، چي دغه کسان هغه مهال دوى په نښه کړي، چي د سيمي څخه د تيريدو پرمهال يي د ناټو ځواکونو پر هليکپوترو هوايي ډزي وکړي.

د سرچيني په خبره دغه کسان د يوي غونډۍ پرسر ناست و او پر سپکو وسلو سربيره هاوان او ځيني نوري درنې وسلي هم ورسره وي.

دا پداسي حال کي ده ، چي نږده دوه کال وړاندي هم په خوست کي ناټو ځواکونو خپلي نظامي اډي ته نږدي د سړک جوړوني د يوه ساحتماني شرکت پر کارکونکو بريد کړى و، چي په پايله کي يي ، ١٢ سړک ساتونکي ووژل سول.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل