1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په خوست ښار کې هدفي وژنو خلک اندیښمن کړي

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

په تېرو څو اونيو کې په خوست ښار کې یو شمېر کسان په هدفي ډول وژل شوې دي او وروستۍ پیښه یې دوه ورځې وړاندې د خوست ښار سپین جومات سره وشوه، چې په یوه وسله وال برید کې څلور کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/3f7RR
Afghanistan Provinz Khost Kriminalität
انځور: DW/M. F. Zahir

ځایي خلک په خوست ښار کې وروستیو وژنو اندیښمن کړې دي، په امنیتي ځواکونو په نیوکي سره وایي، چې څنګه د ښار په منځ کې څوګ وژل کیږي او بیا بریدکوونکي هم خلاصیږي؟

کاظم خان د خوست ښار په سرګردان چوک کې موچیتوب کوي او د یوې پیښې سترګو لیدلی حال وایي: «زه دلته هره ورځ راځم، بوټان ګنډم او یوه څو پیسې ګټم. ابله ورځ دلته د سړک پر غاړه مې خپل کار کولو، ناڅاپه ډزې شوې، چې ګورو څو کسان ویشتل شوي دي». کاظم خان اندیښنه څرګندوي، چې دغه پیښې یې ذهن خراب کړی او سخت اندیښمن شوی، چې څنګه د ښار منځ کې په رڼا ورځ څوګ وژل کیږي.

Afghanistan Provinz Khost Kriminalität
انځور: DW/M. F. Zahir

د خوست یوه بل اوسیدونګي ګل مرجان دویچه ویلې ته وویل، چې په تېرو څو هفتو کې ډیرې پیښې وشوې او دوی یې سخت اندیښنه کې اچولي. نوموړی په پولیسو او امنیتي ارګانونو باندي په نیوکې سره وایي چې څرنگه څوګ دومره جرات کولی شي، چې د ښار په منځ کې یو څوګ ووژني؟

په ولسي جرګه کې د خوست ولایت یوه استازي کمال ناصر اصولي هم د خوست ښار د امنیتي خرابیدو او امنیتي حالت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړي. ښاغلي اصولي د ولسي جرګې په تالار کې عمومي غونډې ته وویل: «جناب رئیس صیب د خوست په ولایت کې په تېرو څلورو میاشتو کې تقریبآ ۲۰ نفره د افغانستان د امنیتي ځواکونو منسوبین د افغانستان د دوښمنانو له خوا په شهادت رسیدلي دي، زما هیله دا ده چي دا موضوع رسمآ د امنیتي ارګانونو سره شریکه شي، یو هئیت دې وټاکل شي، د کاروان صیب موضوع دې بررسي کړل شي، د ټول افغانستان او په خاص ډول دې د ۲۰ نفرو شهادت په خوست ولایت کې بررسي شي، چې ایا امنیتي ارګانونو دغه قاتلین نیولي دي او که یې نه دي نیولي».

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته امر شوی، چې د هیڅ پیښې په اړه له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

Afghanistan Provinz Khost Kriminalität
انځور: DW/M. F. Zahir

د خوست والي مرستیال عبدالواحد پټان دویچه ویلې ته وویل، چې دوښمن د مخامخ جګړې توان له لاس ورکړی او ځینې وختونه له شا څخه ګوزار کوي. نوموړی د خوست امنیتي حالت د ډاډ وړ بولي.

پټان زیاتوي: «په ولسوالیو کې دوښمن شکست خوړلی دی، د مخامخ جګړې تاب نه لري، مجبورآ دوی د شا لخوا ګوزار کوي.«

د خوست والي مرستیال عبدالواحد پټان زیاتوي، تازه د خوست ملي امنیت یو شمېر کسان نیولي دي، چې تروریستي، عملیاتو، بم جوړونه کې لاس درلود او غوښتل یې یو شمېر پوستو ته هم سقوط ورکړي.

تر اوسه په رسمي ډول چا نه ده په ډاګه کړې، چې په خوست ښار کې وروستۍ هدفي وژنې څومره يې تروریستي او څومره یې شخصي دي.

خبریال: فریدالله ظاهر