1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي تيره شپه ۶ تنه ملکي وگړي وژل سوي

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

په خوست ولايت کي د افغان او بهرنيو ځواکونو په گډو عمليات کي بيا د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل سوي دي. پيښه تيره شپه د خوست د مرکز اړوند د ښار په شمال ختيځه څنډه کي د متون په توري وړۍ کلي کي سوې.

https://p.dw.com/p/11uwK
په خوست کي د تيري شپې د ملکي وگړو جسدونه
په خوست کي د تيري شپې د ملکي وگړو جسدونهانځور: DW

د سيمي اوسيدونکي وايي، چي يوه نجلۍ، يو ماشوم او يو پلار چي د ښونکي دنده يې درلوده د يوې کورنۍ او يوبل کس چي اول خان نوميږي د خپل زوى سره يو ځاى د خپلي ځمکي د خړوبولو پرمهال وژل سوي دي.

اول خان د تيرو څو کالونو راهيسي د خوست ولايت مقام د تذکرو په مديريت کي دنده درلوده.

نن ددغه ولسي وګړو د وژل کيدو په غبرګون کي ګڼ شمير خلک د خوست ښار واټونو ته را وتلي ول او د وژل سويو کسانو جسدونه يې د ولايت مقام او د ولايتي شورا د دروازو مخي ته کيښودل.

لاريون کونکو د امريکا او د هغه د متحدينو پر خلاف شعارونه ورکول. لاريون کونکي چي شمير شاوخوا څلورو زرو کسانو ته رسيدی، ډير قهريدلي وو، او ګواښ يې کاوه، که دا ملکي وژني بندي نه سي، دوى به په ملي پاڅون لاس پوري کړي.

که څه هم تر اوسه په خوست کي د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ددې پيښي په اړه څه نه دي ويلي، خو د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ وايي، چي دا عمليات د ناسمو راپورنو پر اساس ترسره سوي او د پيښي ټول قربانيان ملکي وګړي دي.

نوموړى وايي، چي ولايت مقام يو پلاوى ټاکلى او د دي پيښي څيړلو له پاره يي جدي پلټني پيل کړي دي.

متون د خوست د مرکز اړوند هغه سيمه ده، چي امنيتي وضعيت يې ښه دى او د نږدې هري کورنۍ يو غړى يي، په دولت کي بيلابيلي دندي ترسره کوي.

د تيري شپې عمليات په داسي مهال ترسره کيږي، چي يوه اوونۍ وړاندي د خوست د دوه منده ولسوالۍ د سيدخيلو په سيمه کي هم بهرينو ځواکونو د ملکي خلکو پر يوه کيږدۍ هوايي بمبارد کړى و، چي له امله يي د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوي کورنۍ ديارلس ولسي وګړي وژل سوي ول.

فريد الله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل