1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي د ايډس وژونکي ناروغۍ پراختيا موندلې

۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبه

په خوست ولايت کي ډاکټران وايي چي تر څلويښتو زيات کسان سته چي د اېډس په ناروغۍ اخته دي...

https://p.dw.com/p/O0rw
په ايدس يو تن اخته ناروغ
په ايدس يو تن اخته ناروغانځور: AP

د ډاکټرانو په خبره په دې ناروغيو باندي اخته کسان د عربو په متحده اماراتو کي وختونه تېر کړي، چي اوس هغوئ د خپلو ناروغيو د پټولو هڅي کوي.

د خوست په ولايتي ملکي روغتون کي يوتن ډاکټر عصمت الله چي دمعايناتو په برخه کي کار کوي المان ږغ راډيو ته ويلي، چي دوئ داسي کسان معاينه کړي، چي په اېډز اخته ول او ددوئ څخه يې د راز د نه افشا کولو غوښتنه کړې.

دخوست ولايت دعامي روغتيا رئيس ډاکټر امير بادشاه رحمت زي وويل، چي په دې ناروغيو باندي شاوخوا10 تنه اخته کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ډاکټر امير بادشاه رحمت زى په خبره که دغه کسان روغتيايي مرکزونو ته ولاړ نه سي ددې ويره سته چي په دې ناوړه ناروغۍ د اخته کسانو شمېربه نور هم ډير سي.

د عامي روغتيا د مسئولينو په خبره که پر وخت اقدام ونه سي په سيمه کي به يو بشري ناورين رامنځته سي.

د روغتيا وزارت ته په کارده چي ژر تر ژره هلته ديوه بشپړ روغتيايي مرکز د جوړولو اقدام وکړي.

ايډس يو داسي وژونکې ناروغي ده چي انسان کرار کرار کمزوری کوي تر څو خپل ژوند د لاسه ورکړي.

دکارپوهانو په خبره که چيري په خوست کي ددې وژونکي ناروغۍ د خطرونو او انتقال په اړه په هغه ولايت کي خلکو ته مالومات ورنه کړل سي په نژدې راتلونکي کي به ډير خلک په اخته سي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل