1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي د ولادي او نسايي روغتون نوې ودانۍ پرانستل سوه

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د عامي روغتيا ريس اميربادشاه رحمتزي منګل المان ږغ راډيو ته وويل، چي دغه روغتون په دوو پوړو کي په عصري او اساسي توګه جوړ سوى او۷۰ بستره لري.

https://p.dw.com/p/Qhex
د خوست ښار یوه څنډه
د خوست ښار یوه څنډهانځور: Pahjwok Afghan News

د دغه ورغتون د پرانيستي په مراسمو کي د خوست والي عبدالجبار نعيمي، امنيه قوماندان،جنرال عبدالحکيم اسحاقزي د خوست دعامي روغتيا ريس ډاکټر اميربادشاه رحمتزي منګل، ځايي چارواکو او روغتيايي کارکوونکو برخه اخيستي وه.

د عامي روغتيا ريس اميربادشاه رحمتزي منګل المان ږغ راډيو ته وويل، چي دغه روغتون په دوو پوړو کي په عصري او اساسي توګه جوړ سوى او۷۰ بستره لري.

هغه زياته کړه، چي پر دي روغتون ۱۹۷ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چي په خوست کي د ميشتي (پي ار ټي) يا ولايتي بيا رغوني ‌ډلي له لوري ورکړل سوى دى.

د منګل په وينا « موږ د نسايي او ولادي په برخه کي د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان وو او د دغه وداني په جوړيدو سره تر ډيره حده دغه ستونزه حل سوې.»

ده وويل چي دا مهال د ماشوم د زيږون چاري د ملکي روغتون په درو خونو کي ترسره کيدلي ،چي موږ نسوای کولای ښه او وړ خدمتونو خوست ميشتو ته وړاندي کړو.

د خوست دعامي روغتيا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمتزي المان ږغ راډيو ته وويل :« د هيواد په کچه د کابل او هلمند وروسته دا دريم روغتون دی،چي ځانګړي د نسايي او ولادي ناروغانو د درملني په موخه په خوست کي جوړيږي.

ډاکټر انورالله چي د خوست په ولايتي ملکي روغتون کي دنده لري وايي:« د روغتيا په برخه کي تر ټولو غټه ستونزه چي دوی ورسره مخامخ وو هغه په خوست ملکي او ولايتي روغتون کي د نسايي او ولادي څانګي لپاره د ځانګړي ودانۍ نه شتون وو.

خو نوموړي د دغه روغتون جوړيدل يو ښه ګام بولي او وايي چي پدي سره به يې د ماشوم د زيږون پرمهال ګڼي ستونزي هواري سي.

د يادولو ده چي د خوست ملکي روغتون ته د خوست پر ناروغانو سربيره د ګاونډيو پکتيا او پکتيکا ولايتونو ناروغانو هم د درملني په موخه ورځي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل