1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي د کبډي لوبي سيالۍ پيل سوي دي

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۲ خرداد ۱۰, جمعه

دغه سيالۍ د خوست په مرکز کې د فوټبال په لوبغالي کې له يوې اوونۍ راهيسي دوام لري. په سياليو کي د مرکز او ولسواليو اتو لوبډلو گډون کړی دی. د سياليو فاينل به د چهار شنبې په ورځ تر سره شي.

https://p.dw.com/p/18i4U
Photos show a traditionally wrestling “Cobody” in Khost province of Afghanistan, 31.05.2013. Photo: Faridullah Zahir / DW
Traditionelles Ringen in Afghanistanانځور: DW/F. Zahir

د خوست ولایت د المپيک آمريت چارواکي وايي، چي سيالۍ ډيري تودې رواني دي او اوس تر هر بل وخت مينه وال هم ډير سوي دي.

د دوی په خبره د پنجشنې په ورځ د ډاډالو او مندوزيو لوبډلو تر منځ سيالي وشوه، چي په پايله کي مندوزيو ډاډالو ته ماتې ورکړه.

د کبډي لوبه څلور ډوله ده. يو ډول يې داسي وي چي د اتو کسيزو لوبډلو له خوا پر توشکو باندي تر سره کيږي. بل بيا هم پر توشکو کيږي خو د لوبغاړو شمېر يې۱۰ تنه وي.

د مقابلي لوبډلي لوبغاړي تلاښ کوي چي له دايري څخه ځان وباسي.
د مقابلي لوبډلي لوبغاړي تلاښ کوي چي له دايري څخه ځان وباسي.انځور: DW/F. Zahir

دريمه يې بيا ۸ کسيزه لوبډلي وي چي په شگو کي ترسره کيږي او بل ډول يې له که د خوست رواني لوبي پر ډاک يا شنه ميدان کي تر سره کيږي.

د کبډي لوبي پيل داسي دی چي د يوې لوبډلي څلور تنه يو له بل سره لاسونه ورکوي او يوه دايره غوندي دريږي او د هغي بلي لوبډلي يو تن د هغوی منځ ته ورځي خو تر هغه وخت پوري څه نه ورته وايي، تر څو دغه ورغلي کس د دايري يوه تن ته لاس نه وي ور وړی.

کله چي د هغو کسانو يوه تن ته چي دايره يې جوړه کړې ده لاس وروړي نو د دايري يو تن پر هغه باندي ځان اچوي او هغه ټينگ نيسي. خو ورغلی کس بايد کوښښ وکړي چي له دغي دايرې څخه ځان وباسي، که ځان ونه باسي نو نمره مقابلي لوبډلي ته ورکول کيږي.

هره لوبډله شل شل دقيقې وخت لري چي خپل لوبه وکړي. که په دغه ټاکلي وخت کي مساوي پاته شي بيا اضافه وخت ورکول کيږي. د هري لوبډلي نمرې چي ډير وې بيا هغه لوبډلي لوبه گټلې ده.

نيول سوی کس کوښښ کوي چي ځان خلاص کړي او له ميدانه ووځي
نيول سوی کس کوښښ کوي چي ځان خلاص کړي او له ميدانه ووځيانځور: DW/F. Zahir

د خوست ولايت د المپيک امر عزيز ملنگ دويچه ويله ته وويل، چي کبړي لوبه له شلو کلونو راهسي په خوست ولايت کي کيږي، خو درې کاله کيږي چي په دغه ولايت کي اوس رسمي فدراسيون لري.

د هغه په خبره اوسمهال خوست د افغانستان د کبډي په ملي لوبډله کې درې لوبغاړي لري، چې تر اوسه هندوستان او پاکستان هېوادونو ته په رسمي لوبو کې تللي دي. خو هلته افغان ملي لوبډلي ۶ او ۷ مقامونه گټلي دي.