1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي د کوچني اختر دودونه

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۲ مرداد ۱۷, پنجشنبه

په خوست کي د اختر د مېلو او لمانځني دودونه د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله لږ توپير لري. د دوی يو دود دا چي ځوانان د اختر په ورځو کي په ورځ کي درو کورونو ته ورځي او په ټولو کي ورجي خوري.

https://p.dw.com/p/19MZJ
Eid Fest Vorbereitungen am Ende des Fastenmonats Ramadan in der Provinz Khost, im Osten Afghanistans Die Bilder hat uns unser Korrespondent Faridullah Zahir aus Khost geschickt.
Eid Fest Vorbereitungen am Ende des Fastenmonats Ramadan in der Provinz Khostانځور: DW

په خوست کي د اختر په سهار خلک مسجد ته ځي او تر لمانځه وروسته هلته يو له بل سر د اختر مبارکي کوي او چای څښي وروسته بيا کورونو ته ځي نوي کالي اغوندي او د اختر لمانځه ته ځي.

په خوست کي نوي ځوانان چې په خوستۍ لهجه «ژڼيه» بلل کيږي، د اختر د مخه لا په دې بوخت وي چې د سونگ بېلابېل توکي، لکه اغزي، خزلي او د موټر زاړه ټايرونه راټول کړي، چې بيا د روژې پر ديرشمه يعنی د اختر په شپه ورته اور ورته کړي.

دې ته په خوست کي مرګند وايي، چې له ډېر پخوا راهيسي دود دى او په دې وروستيو کې لږ زيانمن شوى او د نا امنيو له وجې په ټولو سيمو کې نه ترسره کيږي په ځينو کليو پورې محدود شوى دی.د مرګند په شپه تر ټولو دا ډېر خوندور وي، چې کوچنۍ نجوني درياګي وهي او ژڼي بيا باروت او پټاکۍ چاودي.

په خوست کي د مرگنډ شپه
په خوست کي د مرگنډ شپهانځور: DW

د خوست يوه اوسيدونکي سيف الله اتل د ميرگند په اړه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «ميرګند تر ټولو خوندور دود دى، چې ځوانان پکې ډېر ساتيروي او تر هغه ميرګند ته ګرځي، چې اور نه وي مړ شوى. ځيني کوچنۍ نجونې بيا سره لاسونه، په وړو ژبو اختريزي سندري وايي او درياگۍ وهي.»

په وخوست کي يو بل دود د اختر تر لمانځه وروسته په څو کورونو گرځي د اختر مبارکي کوي او هغه ډوډۍ غوري چي ورته تياره شوې وي.

د متون د مينا کلي اوسيدونکي صديق الله عابد دويچه ويلې ته وويل: «يو بل دود چې په خوست کې ډېر مروج دى، هغه دا دى، چې په کليو کې کورونه په برخو ويشل کيږي او هره ورځ کليوال مشران او ځوانان پر دريو کورونو، ګرځي او په هر کور کې لږ لږ وريجي خوري، په دې چې د بل کور وريجو ته هم په ګېډه کې ځاى پريږدي.»

د اختر تر لمانځه وروسته کليوال
د اختر تر لمانځه وروسته کليوالانځور: DW

خوستي ماشومان بيا د اختر په سهار نوي کالي اغوندي، د کورنۍ د مشر، پلار او نيکه له لوري ورته د اختر «منډيئ» په نوم يوه اندازه پيسې ورکوي او بيا دغه ماشومان په يوه او بل کور ګرځي او له زړو ښځو د اختر مبارکي غواړي.

افسانه د خوست مرکز يوه کوچنۍ نجلۍ وايي: «نوي جامې اغوندم، څپلۍ په پښو کوم، بيا مې پلار راته پيسې راکوي او بيا نورو جنکيو سره په کورونو ګرځم، زړې زړې ښځې، بيا موږ ته هګۍ، پتاسې، ممپلې او نور راکوي.»

له دغو دودونو سره اختر په خوست کي څلور ورځي لمانځل کيږي. د خوست په ځينو سيمو کې د قومي تړونو پر اساس تر څو ورځو پوري اختر په کنسرتونو، ملي اتڼو او د يو شمېر نورو مېلو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي.