1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي هم زده کوونکي مسموم شوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې په سلگونه زده کوونکي مسموم شوي دي. دا پېښه د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې کار پړه پر غاړه نه ده اخیستې. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/14vge

د خوست ولایت د پوهنې او روزنې د رياست وياند سيد موسى مجروح، دويچه ويله (المان غږ) ته وویل چې تر اوسه پورې د دې زده کوونکو د مسمومیدو اصلي لامل معلوم نه دﺉ. د مجروح په خبره کیدای شي چې د دې زده کوونکو د څښلو په اوبو کې زهرجن مواد ورګد شوي وي‎.

پېښه د ورزې په لیسه کې رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه پورې د پېښې ټول جزئیات رسنیو ته نه دې ورکړل شوي. خو د خوست ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست ویاند وایي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د مسموم شوو زده کوونکو شمېر تر څلوېښتو تنو زيات دئ. هغه زیاته کړې ده چې اوس مهال سیمې ته په بيړنۍ توګه يوه ډله استول شوې ده.

په همدې حال کې د خوست ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر امير بادشاه رحمت زي، دويچه ويله (المان غږ) ته وويل چې تر اوسه پورې د خوست ولایت ملکي روغتون ته ۲۰۰ تنه زده کوونکي په مسموم حالت کې راوړل شوي دي. د هغه په خبره راوړل شوي کسان ټول کم عمره هلکان دي چې د دوه تنو روغتیایي حالت ئې د اندیښنې وړ دئ.

هغه زیاته کړه چې لا اوس هم د خوست ولایت د ملکي روغتون امبولانسونه  په سيمه کې دي چې نور مسموم شوي زده کوونکي روغتون ته د مرستو د ترلاسه کولو له پاره راولي. رحمت زي وویل چې د زده کوونکو روغتیايي حالت اوس ښه دئ.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې په یو شمیر ښوونځو کې زده کوونکي مسموم شوي ول. دولتي چارواکي تل د دغه شان پیښو پړه پر هغو ډلو اچوي چې د ښځو د زده کړې خلاف دي.

د خوست ولایت د پېښې پړه تر اوسه پوره کوم وگړي او یا هم ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

فرید الله ظاهر/ خوست
کتونکی: مسعود جهش