1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه

په خوست ښار کي شېبه مخکي د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان باندي په ځانمرگي برید کي ملکي وگړو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده. (انځور د يوې بلي پيښي دئ)

https://p.dw.com/p/15IDO

د خوست ولايت چارواکي وايي چي په ښار کي د بهرنيو ځواکونو د موټر پر کاروان باندي په ځانمرگي بريد کي سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولايت امنيه قوماندن سردار محمد ځاځي په سيمه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي، چي ځانمرگي بريد کوونکی يو پياده سړی وو چي ځان ئې د بهرنيو ځواکونو د گزمې موټرو ته نژدې هوا ته والوزاوه.

د قوماندان په خبره پيښه د خوست ښار په زړه، سپين مسجد ته نژدې را منځ ته سوې ده.

په خوست کي د يوه شخصي روغتون ډاکټران وايي، چي تر اوسه پوري ئې د ۶ تنو جسدونه او ۲۰ تنه ټپيان چي ټول ملکي وگړي دي او ۲تنه مړي چي پوليس دي ور وړل سوي دي.

دغه راز په خوست کي د ملکي دولتي روغتون مشر مجيد منگل وايي، چي دوی ته هم تر اوسه پوري د ۱۱ تنو جسدونه ۱۶ تنه زخميان ور وړل سوي دي.د منگل په خبره په ټپيانو کي درې تنې ښځي هم شاملي دي.

په خوست کي د روغتونونو چارواکي وايي، چي وژل سوي او ټپي سوي کسان اکثره ئې ملکي وگړي او دوکانداران دي.

په دې پيښه کي په رسمي توگه تر اوسه پوري د بهرنيو ځواکونو د مرگ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي. خو په سيمه کي عيني شاهدانو د دويچه ويله له خبريال سره خپل د سترگو لیدلی حال شريک کړی او وايي، چي د بهرنيانو دوه موټر ويجاړ سوي دي.

د هغوی په خبره يو تن وژل سوی او بل ټپي سوی بهرنی يې په خپلو سترگو لیدلي دي.

د پيښه پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستي او په خوست کي د بهرنيو ځواکونو قوماندانۍ هم تر اوسه په دې اړه څه نه وايي.

د پيښي په اړه بشپړ معلومات به وروسته پر ليکه سي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل