1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په خوست کې د بي بي سي خبریال وژل شوی دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

په خوست کي د بې بې سي ځايي خبريال احمدشاه متونوال نا پيژاندو وسله والو ويشتلی دی. ويل کيږي چي هغه د کور پر لور پر بايسکل روان وو چي وسله وال بريد پرې شوی دی.

https://p.dw.com/p/2wvgF
Karte Afghanistan Provinz Khost Deutsch
انځور: DW

په خوست کې د دویچه ویله خبریال عرفان الله سمسور وايي چې نن ماذیګر مهال د خوست ولایت په شمال کې د متون پر عمومي سړک موټرسایکلو سپرو د بي بي سي پر ځايي خبریال احمدشاه متونوال ډزې وکړې او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په خوست ولایت کې دغه برید داسې مهال کیږي چې همدا نن ورځ یعنې د ۲۰۱۸م کال د اپریل میاشتې پر ۳۰ نیټه په کابل کې په غبرګو ځانمرګو بریدونو کې نهه تنه نور خبریالان هم ووژل شول. سربیره پر دې، تیره اونۍ په کندهار کې هم ناپیژنده وسله والو د کابل نیوز یو خبریال په ډزو وواژه.

په خوست ولایت کې د دویچه ویله خبریال عرفان الله سمسور چې د احمدشاه متونوال د نږدې ملګرو له ډلې څخه دی، دویچه ویله ته وویل چې متونوال له تیر یوه کال راهیسې له بي بي سي پښتو او همدا راز له رویترز خبري آژانس سره کار کاوه. سمسور په خپلو خبرو کې وویل چې احمدشاه متونوال له ژورنالیزم پوهنځي فارغ وو او تر دې مخکې یې د اتو کلونو له پاره له کلید راډیو سره هم کار کړی دی.

عرفان الله سمسور زیاتوي چې احمدشاه متونوال د ښار په شمالي برخه کې داسې مهال د وسلوالو د ډزو هدف ګرځي چې نوموړی پر بایسکل باندې د کور پر لار روان وو. د سمسور په وینا متونوال کوژده کړې وه او په نږدې راتلونکې کې یې د واده مراسم هم پلان شوي ول.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.