1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې د ناقانونه وسلو شتون ستر ګواښ دى

۱۳۹۰ دی ۹, جمعه

د تیرو کلونو په پرتله په نسبي توګه په اوسني وخت کې د خوست امنیتي وضیعت د ډاډ وړ دی، خو په نوموړي ولایت کې د مختلفو لاملونو له وجې د ناقانونه سپکو وسلو شتون لا هم هغه ننګونه ده چې دولت ورسره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/13bjr
د بې قانونه وسلو ټولول یوه له هغه لویو ننګونو څخه ده چې افغان دولت ورسره مخامخ دی
د بې قانونه وسلو ټولول یوه له هغه لویو ننګونو څخه ده چې افغان دولت ورسره مخامخ دیانځور: AP

که څه هم په تېرو کلونو کې خوست د هيواد له نا امنه سيمو بلل کيده، خو اوسمهال په دغه ولايت کې امنيتي وضيعت تر يوې کچې ښه شوى. عام خلک هم له اوسني امنيتي وضعيت څخه خوښ دي او وايي که څه هم په بشپړه توګه د ټول ولایت په کچه امنیتي حالت د ډاډ وړه نه دی، خو تر ډېره بریده د ترور، غلا او جګړو په څير په ستره پيمانه امنيتي ننګونې نشته.

دا وخت په خوست کې د امنيتي وضيعت پر وړاندې جدي ننګونه دا ده، چې په دې ولايت کې سلګونه ميله ناقانونه سپکې وسلې شتون لري او په بېلابېلو وختونو کې يې د دولت پر وړاندې د خنډونو د پيدا کيدو سربیره د عامه خلکو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخامخ کړى دى.

ولي بادشاه چې د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ یو تن اوسيدونکى دى، د ناقانونه وسلو څخه بده خاطره لري. دى وايي يو کال وړاندې يې نږدې ملګرو له خپلو کليوالو سره د ځمکې پر سر لفظي شخړه وکړه، چې په خبره يې بيا خبره تر وسله والې نښتې ورسیده او جګړه پيل شوه. په پايله کې يې د هغه يو نږدې ملګرى ووژل شو او د مقابل لوري څخه هم څو تنه ټپيان شول.

د ځایي خلکو او قومي مشرانو د معلوماتو له مخې که د خوست په هر کلي کې ٣٠ کورنۍ اوسيږي، نو د هغوى په وينا تر ٢٠ پورې کورنۍ يې په خپلو کورونو کې د عزت او مال ساتنې په نوم سپکې وسلې لکه کلاشنکوف او تومانچې ساتي.

د خوست د، متون کنډيو، د کلي مشر، تور حاجي، چې په خپله یې هم هر وخت تمانچه او کمربند تړلى وي، بيا وايي چې د دوي په سيمه کې زياتره خلک سپکې وسلې له دې امله ګرځوي، چې له يوې خوا د ډېرو خلکو د سواد کچه ټيټه ده او له بلې خوا يې يو شمېر ځوانان بيا د فيشن لپاره هم ګرځوي.

په همدې حال کې د خوست والي، عبدالجبار نعيمي، هم د ناقانونه سپکو وسلو شتون که څه هم له يوې خوا د انديښنې وړ بولې خو بيا زياتوي، چې په هر کور کې يو ميل کلاشنکوف خلکو ته د هغوی د مال او عزت د ساتنې لپاره ور پريښودل شوی. د نعيمي په وینا په کورنيو کې د دې سپکو وسلو شتون وخت په وخت له افغان دولت سره هم د ورانکاريو په مخنيوي کې مرسته کړي.

کارپوهان وايي، چې خوست ولايت ته ډېرې وسلې په ناقانونه توګه د پاکستان څخه په غريزو لارو په قاچاقي توګه راوړل کيږي. د دوي په وینا چې په خوست کې له يوې خوا د شوروي پرضد د جهاد له وخته له خلکو سره وسلې پاتې شوي او بل په دې سيمه کې د علمي کچې ټيټوالي، د ځمکو او غريزو سيمو پر سر د اوږدو مودو لانجو او شخړو خلک دې ته اړ کړي، چې په ناقانونه توګه وسلې لاسته راوړي او د خپل مقابل لوري سره پرې مقاومت وکړي.

اوسمهال په خوست کې د يوه روسي کلاشنکوف ټوپک بيه له ٩٠ زرو کلدارو نيولي بيا تر يو لک او پنځوس زره کلدارو پورې رسيږي او دا د خوست په بېلابېلو سيمو کې په پټه پلورل کيږي.

خوست/ فرید الله ظاهر
کتونکی: سید ریاض