1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې ملي پارک جوړیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د خوست ښار شمال لویدیځ ته د خواجه متون غونډۍ پر سر یو ملي پارک جوړیږي. د نوموړي پارک د جوړیدو چارې د ځایي چارواکو له خوا د یو لړ مراسمو پر مهال پیل شوې.

https://p.dw.com/p/14uYr
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: DW

د خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې دا سيمه د ملي پارک په نوم نومول شوې ده او په پام کې ده چې د نوموړي پارک تر جوړیدو وروسته به دلته یو هوټل هم جوړ شي او د توریستې له پاره ټول لازم امکانات په پام کې نیول شوي دي.

نعیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دې پارک څه باندې ۱۱ میلیونه افغانې لگښت راځي چې د ښاروالي د انکشافي بودجې له خوا ورکول کیږي:

« پر دغې پروژې ۱۱ میلیونه ۸۸۸ زره افغانې لگښت راځي، دا پیسې د ښاروالې د انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي او دا ۲۲۹۵ متره دیوال دئ. دا به د خوست یو مهم ملي پارک وي.»

له بلې خوا د خوست مرکز اړوند د کونډيو په کلي کې هغه لوى جامع جومات پرانيستل شو چې د يوه ځایي ملي سوداګر له لوري جوړ شوی وو او پرې ۶ میلیونه افغانې لگښت راغلی دئ.

دغه جومات په دوه جریبه ځمکه جوړ شوی دئ او په یوه وخت کې پکښې ۲۰۰۰ تنه ځایدی شي. د نوموړې پروژې په اړه ملي سوداگر نوراجان نوراني، المان غږ ته وویل:

« په لومړي سر کې چې دغه پروژه شروع شوه نو داسې اټکل کیده چې پر دې جومات به درې ملیونه افغانې لگښت راشې، خو اوس د دغه جومات پر جوړیدو څه باندې ۶ میلیونه افغانې لگښت راغلی دئ.»

همدا شان نوراجان نوراني ژمنه وکړه، چې د کونډيو ستر کلي ديني او لومړني ښوونځي ته ئې يو جريب ځمکه وقف کړې ده او هغې ته به هم په خپل شخصي لګښت نوې ودانۍ جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اوسني وخت کې په خوست ولایت کې د سیگې پر دښته د یوه ملکي هوایي ډگر د جوړویدو چارې روانې دي. خو ځایي اوسیدونکي وایي چې د نوموړې پروژې کارونه گړندي نه دي او له دولت څخه غواړې چې د دغې پروژې د جوړیدو چارې گړندې کړي، تر څو د مسافرینو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

فرید الله ظاهر/ خوست
کتونکی: سید ریاض