1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې ځانمرګي بريد ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبه

په خوست کې يوه ځانمرګي بريدکونکي په دغه ولايت کې د پوليسو د چټک غبرګون قومندان ډګروال محمدظاهر نښه کړى او ګن شمېر پوليسو او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولي.

https://p.dw.com/p/11Ye9
د خوست د بريد يو قرباني
د خوست د بريد يو قربانيانځور: DW

دغه پيښه د شنبې په ورځ شاوخوا اته بجې د خوست ښار په لويديځه څنډه کې د پوليسو د چټک غبرګون د قومندانۍ په لومړۍ دروازه کې شوى او ويل کيږي ، چې ډګروال ظاهر له خپل دفتر څخه په يوه رينجر موټر کې د وتو په حال کې وو.

د خوست امنيه قومندان جنرال سرادر محمد ځاځي وايي، چې د دې ځانمرګي بريد له امله ډګروال ظاهر وژل شوى او ترڅنګ يې د ده يو ساتونکى او يو ملکي وګړى هم وژلى شوي دي. جنرال ځاځى زياتوي، چې په دې بريد کې ٢٠تنه ټپيان شوي هم دي، چې ٣ تنه يې پوليس او پاتې ١٧ تنه يې ملکي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

جنرال ځاځى زياتوي، چې بريد کونکى پلى و، او هغه هغه مهال يې د پوليسو يوه رينجر موټر ته نږدې خپل ځان والوزو، کله چې د ډګروال ظاهر موټر له خپلې قومندانۍ را وواتو او د خوست ګردېز عمومي سړک ته د پورته کيدو په حال کې و. بلخوا د خوست د عامې روغتيا ريئس ډاکټر هدايت الله حميدي وايي، چې له پيښې وروسته د خوست ولايتي ملکي روغتون ته ٢٦ تنه ور وړل شوي، چې زياتره يې ملکي وګړي دي.

د نوموړي په خبره چې په دې کسانو کې درې تنه وژل شوي چې دوه پوليس او يو ملکي وګړى دى او په ټپيانو کې ٦ تنه پوليس او ١٥ ملکي وګړي دي، چې د نومړي په خبره ځينې ټپيان د سختو ټپونو له امله د خوست په صحرا باغ کې د بهرنيو ځواکونو روغتون ته وړل شوي.

شاوخوا دوې مياشتې کيږي، چې ډګروال محمد ظاهر په خوست کې د پوليسو د چټک غبرګون د قومندان په توګه دنده ترسره کوله او دا په تېرو څو مياشتو کې څو وم نظامي افغان چارواکى دى، چې د ځانمرګو بريدونو له امله وژل کيږي. وسله والو طالبانو په خوست کې د ننني ځانمرګي بريد مسؤليت پر خپله غاړه اخيستى ، طالب وياند ذبيخ الله مجاهد ادعا کړي، چې په دې بريد کې يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: احمدولي اڅکزی