1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر پښتونخوا کې يو بل نر ښځی وژل شوی

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

د خيبر پښتونخوا په پيښور ښار کې تیره شپه يو نر ښځی او د هغه ملگری د ناپيژندل شويو کسانو له خوا وژل شوي دي. دا له ۲۰۱۵م کال راهيسې په خیبر پښتونخوا کې د نر ښځيانو د وژنې ۵۵ پيښه ده.

https://p.dw.com/p/2v7RE
Trans Action Pakistan | Gewalt gegen Transgender
انځور: Trans Action Pakistan

په خيبر پښتونخوا ایالت کې د نرښځيانو د حقونو له پاره د «ترانس ايکشن پاکستان» په نامه د فعالې ټولنې غړي قمر نسيم له پيښوره د تليفون له لارې دويچه ويله ته وويل: «د دې ترانس جندر ښځې عمر ۲۴ کاله وو. دا د لکي مروت سيمې اوسيدونکې وه او يو څه موده مخکې پيښور ته راغلې وه.» د قمر نسيم په خبره د دې نوم دانيال وو خو د چټکي په نوم یي شهرت درلود. هغه زیاتوي چې د سه شنبې په ورځ هغه له خپل ملگري سره په رکشه کې سپره وه چې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.

قمر نسيم وويل چې د ۲۰۱۵م کال راهیسې تر اوسه يوازې په خيبر پښتونخوا ايالت کې ۵۵ نر ښځيان وژل شوي دي چې ۴۴ تنه له خپلو نارينه ملگرو له لوري وژل شوي دي. د ترانس ايکشن پاکستان ټولنې د شميرو په حواله په دې ايالت کې د روان ميلادي کال له پيل راهیسې تر اوسه د نر ښځيانو پر وړاندې د زور زياتي ۵۳ پيښي ثبت شوي دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په خيبر پښتونخوا کې د نر ښځيانو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې زياتي دي؟ نسيم وويل: «داسې نه ده چې د پاکستان په نورو سيمو کې نر ښځيان خوندي دي. خو په خيبر پښتونخوا کې زموږ ټولنه په دې برخه کې ډيرې هلې ځلې کوي او نر ښځيان هم ډير فعاله دي. همدا وجه ده چې د پيښو په اړه رپوټ ورکول کيږي او ثبتیږي او د رسنيو له لارې پرې خلک خبريږي.» 

Pakistan Maavia Malik erste Transgender-Moderatorin
معاويه ملک هغه لومړۍ پاکستانۍ ترانس جندر ده چې په يوه تلویزيون کې د خبرونو د وړاندې کونکي په توگه کار کوي انځور: Reuters/Zile Huma

دا په داسې حال کې ده چې په همدې تازه ورځو کې په پاکستان کې د معاويه ملک، د لومړني ترانس جندر په توگه په يوه تلویزيون کې د خبرونو د وړاندې کونکي په توگه په کار پيل وکړ.  په دې اړه د پاکستان د يوې غير دولتي موسسې يوې کارکونکې عظمی یعقوب له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د پاکستان ترانس جندر يا نر ښځيان هم غواړي چې د عزت په سترگه ورته وکتل شي او د نورو کسانو په څير په هره برخه او مسلک کې کار وکړي. معاويه ملک د نورو نر ښځیانو له پاره مثال گرځيدلی. خو په پيښور کې د نر ښځي د وژنې دې تازه پيښې وښووله چې اوس هم نر ښځيان څومره ستونزې لري او له توپيري چلند سره مخامخ دي.»

پاکستان د نړۍ په هغو څو هيوادونو کې شامل دی چې نر ښځيان یي په قانوني توگه د دريم جنس په توګه منلي دي. د قمر نسيم په حواله په خيبر پښتونخوا کې د نر ښځيانو د هلو ځلو له کبله د سر شميرنې پر وخت هم دوی ته پاملرنه وشوه.  د ترانس جندر يا نر ښځيانو لومړۍ شناختي کارد او پاسپورت هم په  همدې ايالت کې ورکړل شو. خو د نوموړي په حواله اوس هم  د دوی د حقونو او خونديتوب له پاره ‌‌ډير کار ته اړتيا ده. 

Benish Javed (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: