1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر کي پاکستاني پوځي عملياتو ناټو ته اکمالاتي لاره وتړله

۱۳۸۷ دی ۱۰, سه‌شنبه

د پاکستان یوه چارواکي وویل، په داسي حال کي چي په يوې قبایلي سيمه کي د پاکستان پوځ د اورپکو پر خلاف په يو لړ سترو عملیاتو لاس پوري کړی، په افغانستان کي د ناټو ځواکونو لپاره اکمالاتي لاره يې وتړله.

https://p.dw.com/p/GPI6
پاکستانی پوځ
پاکستانی پوځانځور: AP Photo

دغه عملیات وروسته له هغه په لاره اچول کيږي چي د ډسمبر دمياشتي په پيل کي شکمن طالب اورپکو د پاکستان په شمال لويديځ کي د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو پر ډيپوګانو باندي له حملو سره د ناټو او متحده ایالاتو په مشرۍ نړيوال ايتلاف يو ګن شمېر اکمالاتي لاري ويجاړي کړي.

د سيمي يوه پاکستاني چارواکي، طارق حيات په پيښور کي خبريالانو ته وويل چي نن سهار وختي د لمر ختو څخه د مخه د پاکستان امنيتي ځواکونو د خيبر قبايلي اجنسۍته توپونه، ټانکونه او په ماشينګڼو سمبال الوتکي واستولې.

حیات وويل:« موږ دغه عمليات په جمرودکي چي خيبر پاس ته د دروازې حيثيت لري، د اورپکو او وسلوالو ډلو پر خلاف په لاره واچول.» هغه یادونه وکړه، تر هغه پوري چي دغه عملیات بشپړکيږي، دغه لاره به د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو پر مخ په موقتي توګه تړلې پاته وي.

د جمرود د سيمي اوسيدونکو د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل،چي هغوی هلته د درنو وسلو ډزي واوريدلې. ددغي سيمي امنيتي چارواکو وويل، چي په ماشينګڼو سمبال څرخي الوتکو د شکمنو اورپکو مرچلو باندي ډزي وکړې، هغوی وويل، چي پاکستاني سرتيري د سيمي له ډیرو لږو اوسيدونکو سره مخامخ سوي دي.

طارق حيات وويل:« دا ستر عمليات دي،دا به تر هغه پوري دوام پيدا کړي چي ټاکلي هدفونه لاس ته راسي، د هغو په جمله د ناټو پر اکمالاتو باندي د اورپکو د حملو پای ته رسول او په قبايلي سيمو کي،چي طالب او د القاعدې اورپکي فعال دي، د پيسو په خاطر اختطافونو ته خاتمه ورکول شامل دي.

حيات يادونه وکړه، د عملیاتو په پيل کي پاکستاني سرتيرو په جمرود کي يوه زياته اندزاه وسلې نيولي دي، هلته اوس په تګ او راتګ بنديز لګول سوی او نيمه پوځي يا مليشه يي ځواکونه پر سړکونو باندي ګزمې کوي. تر اوسه پوري څوک نيول سوي نه دي، خو حيات وويل،که چيري اړتيا وليدله سي،د خلکو له نيولوڅخه به هم ډه ډه ونه سي.

په پيښور کي ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو سوځېدلي لارۍ
په پيښور کي ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو سوځېدلي لارۍانځور: AP

په افغانستان کي د ناټو او د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو چي د طالب ښورښيانو پر خلاف جنګيږي، د اکمالاتو يوه زياته برخه د کراچي د بندر له لاري راځي. له هغه ځای څخه د لاريو په واسطه دغه اکمالات چي په هغو کي خوراکي مواد، سون مواد، نقلیه وسيلې او مهمات شامل دي، له پيښور څخه بهر یو ستر ګدام ته ليږدول کيږي او بيا د خيبر له لاري افغانستان ته اړول کيږي.خو دغه له خطره سره جوخته لاره د پاکستان د قبايلي سيمي له زړه په علاقه غیر مشهوره ده تيريږي.

د ډسمبر پر اتمه څه ناڅه 200 اورپکو د ناټو پر څه ناڅه سل اکمالاتي لاريو باندي حمله وکړه او هغوی ته يې اور واچاوه. ډيری دغه لارۍ شخصي خلکو او شخصي شرکتونو پوري اړه لري. دوې اونۍ د مخه هغوی په اعتصاب لاس پوري او وويل چي د هغوی د موټر چلونکو لپاره امنيت خوندي نه دی. دا چي ولي ناټو د شخصي شرکتونو له لاري خپل اکمالات افغانستان ته ليږدوي،په برلين کي د علومو او سياست په مؤسسه کي د پاکستان د چارو کار پوه کریستيان واګنر وايي چي د سياسي ملاحظاتو له امله ناټو نه غواړي چي د پاکستان د خاوري په دننه کي په عمل لاس پوري کړي.

هغه وايي:« ترکومه ځايه چي ماته معلومه ده د ناټو عسکر اجازه نه لري چي د پاکستان د خاوري په ددنه کي فعاليت ولري. ددې دريځ يو دليل ښايي دا وي چي په پاکستان کي امريکايي ضد احساسات ډير غښتلي دي، نو د پاکستان د کورنۍ سياسي ملاحظاتو له امله متحده ايالات ، ناټواو يا لويديځ په مجموع کي نه غواړي چي داسي آند وشي ګواکي هغوی د پاکستان په خاوره کي د عسکر د خوندي کولو او يا د عملياتو اراده لري، همدا وجه ده چي د اکمالاتو د ليږدولو ماموريت يې د پاکستان پوځ ته سپارلی.»

خو په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ته اکمالات يوازي د پاکستان له لاري نه رسيږي. د آيساف وياند، بريتانوي منصبدار، مارک ويندسر،د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل : دا زموږ یوازنۍ اکمالاتي لاره نه ده.