1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خپل هېواد کې پردي: د افغانستان په جنوب کې د شمال څخه راغلی کډوال

Petersmann, Sandra (NDR), New Delhi ۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د عبدالقيو م قيصه يوازنۍ پيښه نده، دی په خپل هيواد کی مهاجر دی۰ دی د افغانستان د شمال دی۰ وروسته د طالبانو له سقوط څخه دی له هغه ځايه د افغانستان جنوب ته تښتيدلی دی۰

https://p.dw.com/p/Dx8g
انځور: AP

دی وایی: عبدالقيوم ځان د ژيړی په کمپ کی چه له کندهارڅخه ۲۵ کيلو متره لويديز خو اته ، په جنګ ځپلی سيمه کی پروت دی، د افغانستان له شماله څخه ځان په امن کی احساسوی۰عبدالقيوم لکه د طالبانو په شان پښتون دی، خو د افغانستان په شمال کی پښتانه اقليت دی۰

د هغه ځای اوسيدونکی زيادتره تاجک ازبک او ترکمن دی۰ چی د طالبانو په وړاندی يی جګره کړی وه۰ خواوس د طالبانو د رژيم له را پرزيدوڅه شپږ نيم کاله وروسته ، د هغی سيمی ډیره کی ، پښتانه د طالبانو د جنايتونوله کبله ځوروی۰ احمدالله هم له خپلی کورنۍ سره له شمالی ولايتونو څخه د پښتنو د اوسيدو سيمی ته تښيدلی دی دی وایی :

په مجموعی ډول په افغانستان کی، يولک اوپنځوس زره افغانان په خپل هيواد کی د ننه مهاجردی چی د هغو له ډلی څخه ۳۵۰۰۰ کسه له شمالی ولايتونو څخه مهاجر شوی پښتانه دی. دوی ټول د افغانستان د جنوب په جګړه ځپلو ولايتونوکندهار، اوهلمند کی په کمپونو کی ژوند کوی۰ په کابل کی د ملګروملتونو د مهاجرود مرستی د څا نګی د همکار محمد نادر فرهاد په نظر، دوی په ډيرو لری پرتو سيموکی اوسی، اود مرستی مواد نشی ور رسول کيدای۰

دی وايی:

مونږ د امنيتی لاملونو له امله د مهاجرو دغوکمپونو ته نشو رسيدای۰مونږ له سيمه ايزو مرستوله ټولنو سره ګډ کارکوو۰ او وضعه هرڅومره چی امکان يي وی څارو، خو خرابه امنيتی وضعه د دی مخه نيسی چی مونږ په مخامخ ډول د دغوکسانو غم وخوړلای شو۰

سربيره پردی د افغانستان د مهاجرو د چارو وزارت غواړی چی دوی لدی جګړی ځپلی سيمی څخه، بل ځای ته بوزی۰ د کرزی د حکومت سياست معلوم دی نوردغو کسانو ته مرسته نکيږی يوازی هغه کسان چی بيرته ځی مرسته ترلاسه کوی۰ خو د ژيړی د کمپ د۳۸۰۰۰ اوسيدونکو له جملی څخه يوازی ۱۵ کورنيو بيرته ستنيدوته چمتو والی څرګند کړيدی، او دا کمپ پريږدی۰ خو نور له ډاره، اود دي له پاره بيرته نه ځی چی، نه پوهيږی چی چيرته لاړ شی۰ پدی اړه د مربوطی څانګی مشر نياز محمد سرحدی وايی:

دا مهاجر د افغانستان د دوو دوام لرونکو ربړواو د قامی ربړو د ورځ په ورځ ډيريدو، اوله کابل څخه بهر د دولت د قدرت د ډير لږوالی نښه ده.