1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دغه ورځ پر هيټلر باندي وژونکې حمله وسوه

۱۳۸۷ تیر ۳۰, یکشنبه

له نن څخه څلور شپېته کاله د مخه په دغه ورځ پر آدولف هيټلر باندي يو ناکامه وژنکی بريد وسو چي تر نورو هغه چي په وار وار پر ده باندي سوي وه خلګ يي ډير حيران کړي وه

https://p.dw.com/p/Efoc
ديکتاتور آدولف هيټلر
ديکتاتور آدولف هيټلرانځور: AP

د آلمان د رايښ د بيسيم په واسطه خبر خپور سوچي نن پر لارښود باندي دچاودونکو موادو يوسو قصد سوي دی پخپله لارښود ته پرته له لږ سوځيدلو،او ضربې خوړلو څخه بل کوم تاوان ندی رسيدلی. او بيرته يې دستي پخپل کار پيل کړی دی،اوداټاليې ديکتا تور موسو ليني يې خپل حضور ته ومانه او اوږدې خبري يې ورسره وکړي. د خلګو زړه ته نه لوېده او دا خبر ورته د منلو وړ نه و. خو کله چي په دا سبا ياني د 1944 عيسوي کال د جولای د مياشتي پر 21 نېټه پخپله هيټلر وويل چي:« د منصبدارانو يوې ډيري کوچنۍ ډلي چي ډير د شهرت حرص يي درلودی، دې بېوجدانو او په عيني وخت کي بې عقلو، يوه جنايتکارانه دسيسه جوړه کړې وه چي ما له منځه يوسي او زما په له منځه وړلو سره د آلمان د پوځي قواوو د لارښودو ډله عملا نسکوره کړي.» نو د هغو خلګو وزړه ته ولوېده چي رښتيا هم هيټلر په يوه لاسي بکس کي د ايښول سوي بم د چاودلو څخه ژوندی پاته سوی دی.

کلاوس شنک ګراف فون شتوفنبرګ، دخپلو اولادونو سره دا هغه زړه ور انسان دی چي د هيټلر د وژلو هڅه يي وکړه ولي ناکامه سو چي وروسته په هغه ماښام چارماري سو
کلاوس شنک ګراف فون شتوفنبرګ، دخپلو اولادونو سره دا هغه زړه ور انسان دی چي د هيټلر د وژلو هڅه يي وکړه ولي ناکامه سو چي وروسته په هغه ماښام چارماري سوانځور: AP

هيټلر اعلام وکړی چي دسيسه جوړونکي به پرته له کوم ځنډاوترحم څخه تعقيب کړي. په داسي حال کي چي بم ايښونکی کلاوس شنک ګراف فون شتوفنبرګ، او دهغه درې تنه معتمدين په هغه شپه چارماري سوي ول.

ډير لږ کسان سته چي دفعال مقاومت زغرده کوي چي ددغسي کسانو له جملې څخه يو داوردونانس منصبدار ايوالد هنريښ فون کلايست و، چي دهغه پلار هم لدې وژونکي دسيسې څخه خبر و او بيا د نازيانو لخوا غړغړه سو. خو دهغه زوی که څه هم د ګراف ډګروال فون شتوفن برګ، په څنګ کي په ډيرو له خطرو ډکو اعمالولاس پوري کړی،اوپه د سيسه کي يې فعال لاس درلود دمساعدو شرايطو له امله ژوندی پاته سو.

نوموړي په 1994 کال کي په يوه تلويزيوني مرکه کي پر هيټلر باندي دناکامه سوقصد د50 کليزي په مناسبت وويل:« داچي دا ټول جنايتونه د آلمان په نامه کيدل زه يې ډير زورولم، اوما د ځان سره وويل چي داسي نه کيږي چي موږ نړۍ ته ورونه ښيو چي په آلمان کي بل ډول وضعه وه. او يو بل مهم علت هم وو، زه پدې ډاډه وم چي، که سړی هڅه وکړي ممکن ډير زيات انسانان د مرګ څخه بچ کړای سي دا زما لپاره ډيرمهم ټکی و، او دغه ډول مي فکر کوۍ چي که هيټلر نوي نو آلمان به هم ډير وران او ويجاړ نسي.»

د نازيانو مشر او د جرمني ديکتاتور آدولف هيټلر
د نازيانو مشر او د جرمني ديکتاتور آدولف هيټلرانځور: AP

په رسمي تبليغاتو کي د1944 کال دجولای دمياشتي د 20 نېټې وژونکې دسيسه يو د نااميدۍ عمل بلل سوی دی، خو په واقعيت کي هيټلر او د هغه متعصب معتمدين او پيروان، دخپل پوځ دجګړې دروحيې او د منصبدارانودکيفيت اندېښنه درلوده.

تر دغه پيښي وروسته په څومياشتو کي څه ناڅه 1000 تنه ښځي اونارينه دنازي حکومت پدې دسيسه کي دلاس درلودلو په تور ونيول سول. چي د هغو د ډلي څڅه د200 تنو پر ضدپه اصطلاح دولسي قضا لخوا هيواد ته دخيانت په تور دعوی اقامه سوه او د نوموړي قضا د مشر رولاند فريسلر لخوا په اعدام محکوم سول.

فرايسلر ويلی :«دولس په نامه دا حرص خوړلي، بې پته،او ډارن،خيانتکاران، کارل ګيردولر، ويلهلم لويشنر، يوزف ويرمر او اولريښ فون هاسل دسيسه جوړونکي دي، ګيردلر حتی موږ دښمنانو ته دجګړې په هکله جاسوسي کړې ده، له يوې ډلي قسم ماتونکو منصبدارانوسره يي چي، موږ د لارښود دوژلو قصد يي درلودی، لاس يو و دوی په اعدام محکوم سول او د هغو شتمني دولت ته ورکول کيږي.

د اعدام سوو کسانو په ډله کي دسيسه جوړونکو منصبدارانو تر څنګ دمنع سوو ګوندونو، دکليسا او د کارګري ټولنوغړي هم شامل وه.