1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دمشق او حلب کې لا هم جگړه روانه ده

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15js6

د سوریې په دویم لوی ښار حلب او د پلازمینې دمشق په یوه څنډه کې د سختو جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده چې د سوریې دولتي ځواکونو د جمعې په ورځ د پلازمینې دمشق په یوه څنډه کې د یاغیانو پر مورچلو هجوم ور وړی دئ او په دغه عملیاتو کې ئې له ټانکونو څخه کار اخیستی دئ.

په عین وخت کې په حلب ښار کې پر یاغیانو باندې د توپخانې د گولیو د ورولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د فعالینو په وینا په دمشق کې د تادامون ولسوالۍ زیاتره برخه د جمعې تر ماښامه دولتي ځواکونو تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې د سعودي عربستان له خوا هغه پریکړه لیک منلی دئ چې پکښې په سوریه کې په روان تاوتریخوالي باندې سخته خواشینې ښول شوې ده.

عمومي اسامبلې په دې هم خواشیني څرگنده کړې ده چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د سوریې په هکله کومې پریکړې ته نه ده رسیدلې.