1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دنيڅک کي تعرضي عمليات پيل سول

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

په اوکراين کي د جمهوري رياست تر ټاکنو يوه ورځ وروسته د دغه هيواد پوځ په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو پرضد تعرضي عمليات پيل کړل. بېلتون غوښتونکي د دوشنبې په ورځ د دنيڅک هوايي ډگر ته ننوتلي دي.

https://p.dw.com/p/1C7OT
انځور: Reuters

د اوکراين پوځ په دنيڅک کښي خپل عمليات پيل کړي دي. پلي عسکر د جټ جنگي او څرخي الوتکو په ملاتړ د دغي سيمي پر څو سيمو باندي خپل تعرضي عمليات پيل کړي دي. عيني شاهدان وايي چي د دغه ښار په هوايي ډگر کي درنې چاودني او د فيرونو تبادله سوې ده.

د دنيڅک د هوايي ډگر يوه وياند ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ ناوخته ماښام يا سهار وختي روسي پلوه بېلتون غوښتونکي هوايي ډگر ته ننوتل او هلته يې له اوکرايني ځواکونو څخه وغوښتل چي له ميدانه ووځي. هغه ويلي دي چي د امنيتي دلايلو له کبله په هوايي ډگر کي عمليات پيل نه سول.

پخپله په دنيڅک کي جنگ

دغه راز په ميليوني ښار دنيڅک کي چي د روسي پلوه جنگياليو په لاس کي دی د جگړو خبرونه ورکړل سوي دي. د دغه ښار ښاروال له اوسېدونکو څخه غوښتي دي چي په خپلو کورونو کي پاته سي. ويل کيږي چي دغه ښار ته د چيچنيا جنگالي رسېدلي دي.

د آلمان خبري آژانس د بېلتون غوښتونکو د مشر پاول گوباريف، په حواله ويلي دي چي د دوشنبې ورځي په جگړه کي نزدې ۳۵ انسانان وژل سوي دي. هغه زياته کړې ده چي پر هغه لاری موټر باندي چي ډېر ټپيان يې يوه روغتون ته انتقالول د اوکراين پوځيانو بريد کړی او ټول جنگيالي پکښي وژل سوي دي. دغه موټر له هوايي ډگر څخه يوه روغتون ته ټپيان انتقالول. ويل کيږي چي په دغه جنگ کي نزدې ۱۵ کسان ټپيان سوي هم دي.

انترنيټي پاني «دونباس» د اوکراين تلويزيون له خوا يوه داسي ويديو خپره کړې ده چي د دنيڅک د يوه اوسېدونکي له خوا ثبت سوې ده. په دغه ويديو کي ښوول کيږي چي پر لارۍ موټر باندي د اوکراين پوځ جنگي څرخۍ الوتکي بريد کړی دی. خو ويل کيږي چي مخکي تر دې چي پر دغه لاری موټر باندي يرغل وسي له دغه موټر څخه پر ملکي خلکو باندي فيرونه سوي او وژل سوي دي، څو دغه ملکي وگړي په روسي تلويزيونونو کي د اوکراين ضد تبليغاتو په برخه کي وښوول سي.

د بېلتون غوښتونکو پر وړاندي د پوروشينکو سخت دريځ

تر دې دمخه د اوکراين د جمهوري رياست د ټاکنو گټونکي ۴۸ کلن ميلياردر پترو پوروشينکو، د هیواد په ختيځ کي له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره د جنگ اعلان کړی وو.

دغه انتخاب سوي مشر په خپله لومړۍ وينا کي په ښکاره وويل چي «موږ له تروريستانو سره خبري نه کوو». هغه د ختيځي افريقا کورني جنگ ته په اشارې سره وويل چي بېلتون غوښتونکي غواړي زموږ سيمه «د سوماليا» په شان وگرځوي، چي دې کارته به دی هيڅ وخت اجازه ورنه کړي. په دې خاطر نو د «تروريستان پرضد عمليات» به دوام وکړي.