1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوبۍ کې ولې د لوکسو کورونو بیې لوړې شوي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۷, جمعه

د کرونا وبا پر مهال ډیر شمیر کسانو چې په اروپايي هیوادونو کې یې په قیمتي کورونو ژوند کوه، خپل کورونه پلورلي او په دوبۍ کې یې نوی ژوند پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3t6G0
VAE Dubai Skyline
انځور: Imaginechina/Tuchong/imago images

کریستوف ریچ درې لسیزې په لندن کې ژوند وکړ خو د کرونا له کبله رامنځ ته شویو محدودیتونو په خاطر یې خپل کور خرڅ کړ او پر ځای یې په دوبۍ کې یو نوی کور واخیست. د هغه په خبره ډیر بډایه کسان اوس په دوبۍ کې کورنه اخلي چې له کبله یې په دې ښار کې د ملکیتونو بازار ډیر تود شوی دی.

ریچ چې څو شرکتونه لري، وایي: «دلته په دوبۍ کې [د کرونا پر ضد مبارزې له پاره] یوازې یوه ستراتیژي ده: کارونه د پخوا په څیر پر مخ وړل.»

په خبره یې د دې کار له پاره ټولو کسانو واکسینونه ترلاسه کړي او هر څه هم پرانیستي دي. ریچ وایي: «روښانه ده چې دا شرایط زما په څیر کسان ځان ته حذبوي.»

د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته ډیر هیوادونه اړ شول چې د خپلو اتباعو د روغتیا په خاطر سخت محدودیتونه وضع کړي چې په کې د مغازو، دفترونو او رسټورانتونو تړل هم شامل دي. خو په دوبۍ کې بیا وضعیت بل ډول دی ځکه دلته تر نورو ډیرو ښارونو او هیوادونو مخکې ټولو کسانو د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړی دی. په همدې خاطر نو په دوبۍ کې رسټورانټونه، پلورنځایونه او نور د کاروبار ځایونه پرانیستي دي.

دغه شرایط د دې لامل شوي دي چې د نړۍ ډیرو هغو بډایه کسانو چې له دوبۍ څخه خپل کروبار پر مخ وړای شي، دې ښار ته مخه کړې او هلته جایدادونه رانیسي. اوس نو لوکسو کورونو ته د تقاضا د لوړیدو له کبله په دوبۍ کې د جایدادونو بیه هم تر پخوا لوړه شوې ده.

یوازې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درو میاشتو کې، د تیر کال همدې مودې په پرتله په دوبۍ کې د لوکسو کورونو پلورل کیدل ۲۳۰ سلنه لوړ شوي دي. په ځینو ګران بیه سیمو کې خو د جایدادونو بیه بیا آن تر ۴۰ سلنه پورې لوړه شوې هم ده. همدا تیره میاشت په دوبۍ کې ۹۰ جایدادونه چې هر یو یې یې ۲،۷ میلیونه ډالر بیه لرله، وپلورل شول. په مارچ میاشت کې ۸۴ دغه ډول جایدادونه لاس په لاس شوي وو. دغو شمیرو ځکه ډیر پام جلب کړی دی چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې په دوبۍ کې دغه ډول ۵۴ جایدادونه پلورل شوي وو.

د «نایت فرانک مشاورتي شرکت» شریک ماتیو کووک، وايي: «ډیر کسان دلته راځي او سمدستي داسې جایدادونه اخلي چې بیه یې څو میلیونه وي. هغوی پر فکر کولو هیڅ وخت نه مصرفوي.»

د کوک شرکت د دوبۍ په یوې لوکسې سیمه کې د قیمت بیه کورونو مدیریت کوي.

ډیر داسې موارد پیښ شوي دي چې یو شمیر کسانو په نقدو پیسو کورونه یو څه ارزانه رانیولي دي او اوس یې په ګټه خرڅوي. کارپوهان وایي دا وضعیت ښايي تر هغه پورې دوام وکړي چې د کورونه قیمت دومره لوړ شي چې نور په کې د ګټې ځای نه وي. خو دا روښانه نه ده چې دغه وضعیت په څومره دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې بیا په دوبۍ کې د متوسطو بیو لرونکو کورونو قیمتونه اوس هم د راکښته کیدو په حال کې دي. د هغوی د قیمتونو د لویدو لړۍ اووه کاله مخکې پیل شوې وه ځکه هغه وخت په دوبۍ کې ډیر زیات دغه شان کورونه جوړ شوي وو.

د بیلګې په توګه په «برج خلیفه» کې چې د دوبۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده، یو فوت مربع جایداد بیه ۴۰۰ ډالرو ته رالویدلې ده. همدومره جایداد په ۲۰۱۳ کال کې په ۱۳۰۰ ډالرو پلورل کیده.

د «پریمیز ستیت شرکت» شریک جکي جانس، وایي: «مارکیټ اوس په یوه ښه وضعیت کې دي... خو خلک پر دې خبره ډیر ښه پوهیږي چې دوبۍ دومره چټکه تلای شي چې بیا هر څه ګډوډیږي.»

هغه له دې سره په دوبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د پورونو کړکیچ ته اشاره کوي چې هغه وخت یې دوبۍ په ګونډو کړې وه. خو د کرونا پر مهال دوبۍ نړۍ ته داسې یو انځور وړاندې کړ چې له کبله یې بډایه کسانو په دې ځای کې ژوند ته زړه ښه کړ او هلته یې قیمتي کورونه واخیستل. پر دې سربیره دوبۍ دا هڅه هم کړې ده چې تر کرونا وروسته هم د سرمایه دارانو له پاره ښه شرایط رامنځ ته کړي. په دې کې د کار له پاره په ویزو کې د اسانتیاو راوستل هم شامل دي.

په ځینې مواردو کې خو متحده عربي اماراتو د ګوتو په شمار ځینو کسانو ته د خپل هیواد تابیعت هم ورکړی دی. پر دې سربیره متحده عربي اماراتو په خپلو قوانیو کې هم بدلونونه راوستي چې بهرنیان جذب کړي. د بیلګې په توګه اوس په دې هیواد کې هغه کسان هم سره ګډ ژوند کولی شي چې سره یې واده نه وي کړی.

آن که په دوبۍ کې د مارکیټ وضعیت خراب هم شي، کارپوهان باور لري چې تاوان به یې بډایه پانګوالو ته و نه رسیږي. دا ځکه چې همدا اوس کرونا ښوولې ده چې سرمایه داران د کړکیچونو پر مهال ګټه کولی شي.

ms/aa (ap)

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: