1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په دوو مياشتو کي تر ۳۰ زره زيات افغانان له جګړو تښتېدلي»

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د بشري مرستو د همږغۍ له پاره د ملګرو ملتونو د يوه آژانس په راپور کي راغلي دي چي د روان کال له پېل راهيسي تر ۳۰ زيات افغانان د جګړې له کبله له خپلو مېنو څخه تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/2uDPZ
Binnenflüchtlinge in Afghanistan
انځور: DW/O. Deedar

د بشري مرستو له پاره د ملګرو ملتونو آژانس(OCHA) د تازه راپور له مخي په افغانستان کي د روان مېلادي کال له جنوري مياشتي راهيسي تر۳۰ زرو زيات انسانان بې ځايه سوي دي. د دغه راپور له مخي ياد شمېر افغانان په خپلو سيمو کي د جګړو له کبله د خپلو کورونو او کليو پرېښودلو ته اړ سوي دي.

ويل سوي دي چي د دغو انسانانو اکثرو يې په ښارونو کي پناه اخيستې ده. په افغانستان کې د وگړو د بې ځايه کېدو په تړاو دغه راپور د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۳مه نېټه) خپور سوی دی.

د دغه تازه خپاره سوي راپور له مخي يوازي تيره اوونۍ کابل ښار ته ۱۶۸۰بې ځايه سوي رسېدلي دي. ويل سوي دي چي دغه کورني مهاجر له لوګر، کاپيسا، ودرګ او بغلان ولايتونو دي.

دا په داسي حال کي ده چي د ژمي په پای کي د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ وسله والې نښتي د زياتېدو په حال کي دي.

ملګرو ملتونو تير مېلادي کال يعني ۲۰۱۷ په افغانستان کي تقريبا ۴۵۰ زره کورني مهاجر ثبت کړي ول. په ۲۰۱۶م کال کي بيا تر۶۶۰ زرو زيات د کليو اوسېدونکي و ښارونو ته مهاجر سوي ول.

ملګري ملتونه اټکل کوي چي دمګړی په افغانستان کي ۹۰۰ زره داخلي مهاجر په «غير انساني» شرايطو کي په مهاجر کمپونو کي ژوند کوي.