1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په دوو پیښو کې ۱۵پولیس وژل شوي

۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبه

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دوو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو او وسله والې جګړې په پایله کې د ملي پولیسو ۱۵غړي وژل شوي دي او په لسونو نور بیا ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/3BIBu
Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul
انځور: Reuters/S. Hassib

د تخار د ولايتي شورا غړي مولوي کرامت الله د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر۱۰ نیټه) وویل چې د پنجشنبې په شپه شاوخوا ۱ بجه، طالبانو د پولیسو پر یوې امنیتي پوسته برید کړی چې په پایله کې یې اته پولیس وژل شوي دي.

د مولوي کرامت الله په خبره دغه پیښه د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې شوې ده او زیاتوي چې په دې پیښه کې ۱۴ تنه نور پولیس ټپیان شوي دي.

بل لوري ته په بغلان ولایت کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتۍ رپوټونه ورکول کیږي. د بغلان ولایت د ولایتي شورا غړي ظریف د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د چهارشنبې په ماښام د طالبانو په یوه برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان دي.

د ولایتي شورا دغه غړي وویل چې طالبانو د شپې په تیاره کې د دوی پر امنیتي پوسته برید کړی دی. ظریف وویل چې دغه پیښه د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یوه لیري پرته سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د بغلان ولایت د ولایتي شورا یوه بل غړي سمیع الدین نذیر هم پیښه تايد کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې طالبانو پر امنیتي ځواکونو او دولتي ودانیو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. سربیره پر دې افغان او امریکايي عسکرو هم د مخالفينو د سیمه ایزو قوماندانو د وژلو له پاره عملیات ډیر کړي دي.

په افغانستان کې امنیتي سرچیني وايي چې په ټول افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې هره ورځ په اوسط ډول د امنیتي ځواکونو ۳۵ غړي وژل کیږي.