1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په راولپنډی کې ځان وژونکي بريد

۱۳۸۶ بهمن ۱۵, دوشنبه

اسلام آباد: د پاکستان په راولبنډی ښار کې د عسکري قواوو په يو بس باندی ځان وژونکي بريد شوي او څه ناڅه شپږ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKBg
انځور: picture-alliance/ dpa

د اردو يو وياند وايي، چې د سهار په وخت کې په موټر سايکل سور يو سړی عسکري قواوو يو بس ته نږدې ځان په بم کې آلوزولی دی. په دغه پېښه کې تقريبا ديرش تنه ټپي شوي هم دي.

په دې وروستيو کې د دغه ملک په عسکرو او عسکري ځايونه باندې حملې دېرې شوي دي. داسی اټکل کېږی، چې د دغو حملو تر شا القاعده او طالبان وي.