1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رواني ناروغيو د اخته مهاجرو د درملني غوښتنه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د جرمني علمي ملي اکاډمۍ په رواني ناروغيوو اخته مهاجرو د ژر تر ژره معالجې غوښتنه وکړه. په همدې حال کي د اروپا محکمه هم غواړی وڅیړي، چي ایا ددغو مهاجرو د اخراجولو اجازه سته که نه.

https://p.dw.com/p/2wYGs
Symbolbild Depression Tagesklinik für psychisch erkrankte Migranten
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hähnsen

د لیوپولدینا علمي ملي اکاډمۍ نن سه شنبه (۲۰۱۸م کال د اپریل ۲۴ نیټه) په برلین کي یوه اعلامیه خپره کړه او مجموعأ یې لس وړانديزونه وړاندي کړل چي عنوان یې دی: «په رواني او روحي ناروغيو اخته مهاجر عاجلو طبي مرستو ته ضرورت لري.»

د دغي اکاډمۍ د عالمانو په نظر ځيني مهاجر اکثراً يا پخپلو هيوادونو او يا جرمني ته د تيښتي پرمهال له سخت تشدد او خطرناکه حالاتو سره مخامخ سوي وي. دغه حالات اکثراً پر دوی باندي دونه سخت تمامیږي چي د رواني او فزیکي ناروغيو سبب یې کیږي او د دردونو، د بیري خوبونو، احساساتو د خرابیدو او دوامداره ناروغيو سبب یې کیږي.

د عالمانو په نظر رواني ناروغۍ مهاجر له مدغمیدو څخه راگرځوي، د ژبي زده کړه ورته مشکلوي او کیدلای سي د غیر اجتماعي برخورد سبب یې سي.

په جرمني کي د ژوندارنه نوي شرایط او همدارانگه تر تیښتي وروسته ورته رامنځته سوي مشکلات د دوی پر روان او روح باندي نور هم منفي اغېز کوي.

دوی غوښتنه کوي چي د طبي معایناتو ترڅنگ باید هغوی ته د ناروغیو وختي پیژندلو سیسټم رامنځته، د ناروغيو درملنه يې وسي او ترجمانان او علمي لارښونکي ولري.

په همدې حال کي د اروپا محکمې هم نن سه شنبه اعلان وکړ چي غواړي دا وڅیړي چي آیا په رواني ناروغيو د اخته مهاجرو د اخراج اجازه سته؟ که څه هم هغوی په خپلو هیوادونو کي د معالجې سم امکانات هم نه لري.

د دغي محکمې لوی څارنوال په دې نظر دی چي په دغه شان حالاتو کي په رواني ناروغيو اخته مهاجر، که څه هم د محدودي اقامې مستحق نه دي، خو د اروپايي ټولني غړي هیوادونه کولای سي، هغوی ته د بشري دلایلو پراساس اقامې ورکړي.

زموږ له ارشيف څخه: