1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روزګان: یاغیان د سولې له بهیر سره یوځای شول‏

محمد ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعه

افغان چارواکي په روزګان کې د سولې له بهیر سره د ۱۹ تنو یاغیانو د یو ځای کیدو خبر ‏ورکوي. تر دې څو ورځې مخکې د کندهار د علماو د شورا مشر چې پخوا د ‏سولې له بهیر سره یوځای شوی وو له یاغیانو سره د اړیکو په تور نیول شوی وو.

https://p.dw.com/p/16fup
انځور: dapd

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د روزګان ولایت د والي مرستیال خدای رحیم، دویچه ویله ته وویل چې د سولې له بهیر ‏سره د دغو کسانو یو ځای کیدل به د دې ولایت پر امنیتي وضعیت باندې مثبته اغیزه ‏وکړي. ښاغلي خدای رحیم زیاته کړه چې د سولې له بهیر سره له یو ځای شوو کسانو سره ‏ځینې مالي مرستې هم شوې دي.‏

د روزګان د والي مرستیال وړاندې وویل: «د دوی لومړۍ غوښتنه دا وه، چې ورته یوه یوه ‏نمره ځمکه ورکړل شي. د دې تر څنګ د هغوی له اولادونو سره هم باید د لومړنیو موادو ‏د مرستې اړتیا شته.»‏

خدای نظر وړاندې وویل: «دوی د ځینو ستونزو له کبله [مخالفینو ته] تللي ول... له دغو ‏کسانو سره باید مالي مرستې وشي ځکه هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي.»‏

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ډیر داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې وسله وال ‏یوازې د مالي مرستو د ترلاسه کولو له پاره د سولې له بهیر سره یوځای کیږي او کله چې ‏له افغان دولت او یا هم د سولې له عالي شورا څخه پیسې تر لاسه کړي نو بیرته ‏تاوتریخوالي ته مخه کوي.‏

ویل کیږي چې په ځینو مواردو کې خو د یاغیانو ځینې ډلې څو وارې په بیلابیلو ښارونو ‏کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی دي چې لا ډیرې مالي مرستې ترلاسه کړي.‏

د پخلاینې له بهیر سره د نورو یاغیانو لیوالتیا

د زورګان ولایت د والي مرستیال خدای رحیم، وویل چې سیمه ییزو مشرانو ژمنه کړې ده ‏چې که د دغې نولس کسیزې ډلې غوښتنې ومنل شي نو نور یاغیان به هم د سولې له بهیر ‏سره یوځای کیدو ته وهڅوي.‏

ښاغلي خدای رحیم زیاته کړه: «په سیمه کې ټولو خلکو را سره وعده وکړه چې له سلو ‏څخه ډیر نور کسان به هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.»‏

د خدای رحیم په اند که دولت له یاغیانو سره د مرستې ژمنې وکړي او هغه پوره کړی نو ‏ډیر نور کسان د سولې له بهیر سره يو ځای کیدو ته چمتو دي.‏

په روزګان کې په داسې حال کې یو شمیر یاغیان د سولې له بهیر سره یوځای کیږي چې د ‏طالبانو یو پخوانۍ قوماندان ملا تورجان، چې اوس د کندهار د عالمانو د شورا مشر دی، د ‏ملي امنیت له خوا له طالبانو سره د اړیکو ساتلو په تور نیول شوی دی. هغه تر دې مخکې ‏د سولې له بهیر سره یوځای شوی وو.‏

‏«د روزګان امنیت ښه دی»‏

خدای رحیم ادعا وکړه چې د روزګان امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی. د هغه په خبره ‏په دې ولایت کې امنیتي ارګانونه په همغږۍ سره خپلې چارې پر مخ بیایي. ‏

خدای رحیم وویل: «امنیت خو اوس ټینګ دی. زه وایم که دولت د دوی [د سولې له بهیر ‏سره د یو ځای شوو کسانو] نیمګړتیاوي پوره کړي نو امنیت به لا ښه شي.»‏

هغه پر افغان مرکزي حکومت او د سولې پر عالي شورا باندې غږ وکړ چې د سولې له ‏بهیر سره له یو ځای شوو کسانو سره خپلې مرستې جاري وساتي ترڅو هغوی یو ځل بیا ‏تاوتریخوالي ته مخه نه کړي.‏