1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روزگان کي خلک د بې کارۍ څخه سر ټکوي

۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

په روزګان ولايت کي هم خلګ د بې کارۍ له وجهي د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي. د کارپوهانو په خبره د نا امنۍ يو علت بې کاري ده.

https://p.dw.com/p/11QEA
« ماښام سو خو کار مو نه کړی پيدا»
« ماښام سو خو کار مو نه کړی پيدا»

روزګان په جنوب غرب حوزه کي هغه ولايت دی چي هم نا امني خپل وروستي حد ته رسېدلي او هم پکښي د بيارغاوني کوم څرک نه تر سترگو کيږي او هم بې کاري داسي ده چي تقريباً ټول خلکي يې بې کاره دي.

ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ کښي ګڼ شمير ځوانان پر يو ټاکلي ځای باندي د کار د پيدا کولو په تمه سره راټوليږي او هره ورځ هلته په ساعتونو په دې تمه ناست يا ولاړ وي تر څو د کار په بدل کي يوه گوله ډوډۍ پيدا کړي.

د هغوی په خبره د کور او فاميل خاوندان دي ، کورنۍ او ماشومان يې دوی ته د يوې مړۍ د راوړلو په تمه سترګي کږې نيولي خو د ورځي په پای کي بيا هم په نا اميدۍ سره کور ته ستانه سي.

دغه ځوانان د کومت څخه غوښتنه کوي چي دوی ته د کار زمينه برابره کړي او يا ورته يو سالم مصروفيت پيدا کړي.

په روزگان ولايت کي يوه بله ستره ستونزه د ښووني او روزني نه شتون دی. د افغانستان ددغه غرني ولایت ډيری وکړي د ښووني او روزني د پڅ بهر څخه هم سر ټکوي.

د هغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چي د بې کارۍ په برخه کي يې ددغه ولايت اتيا فيصده وګړو ته د کار او وزګار زمينه برابره کړې ده.

د روزګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالقدوس وايي چي دا مهال يې د پنځه زره کسانو له پاره په مرکز ترينکوټ او ددغه ولايت په ولسواليو کي د کار موقع برابره کړې ده.

« ډير خلک مو پر کار درولي، د ويالو او کانالونو په پاکولو کي د ۷ ساعته کار په بدل کي د ورځي درې سوه افغاني نغدي ورکول کیږي. دغه پروسه به تقريباً په ټول ولايت کي تر سره سي.»

خو هغه خلک چي په مرکز ترينکوټ کي د کار د پيدا کولو له پاره ولاړ دي وايي چي هره ورځ بې کاره پاته او اقتصادي ستونزي يې ورځ تر بلي ډيريږي.

دا يوازي روزگان ولايت نه دي چي خلک يې د بې کارۍ څخه سرټکوي بلکي د هيواد په نورو ولايتونو کي هم ورته حالت روان دی.

د کارپوهانو په خبره د افغانستان په ډيرو ولايتونو کي د نا امنۍ يوه ستره ستونزه همدا بې کاري ده.

د هغوی په خبره هغه ځوانان چي بې کاره سي مجبوره دي چي نشو يا ورانکاريو ته مخه کړي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل