1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه، حلال خواړه، تجارت، مسلمانان

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

په روسيه کې پر اسلامي اصولو د جوړو شويو خوراکي توکو او حلالې غوښې کاروبار هر کال له لسو تر پنځلسو فيصدو پورې وده کوي.

https://p.dw.com/p/3MWuq
Russland Kazan |  - Halal Expo bei der 11. Internationalem Wirtschaftsgipfel "Russia - Islamic World: KazanSummit 2019"
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/Y. Aleyev

د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په پرته يوه کارخانه کې حلال «ساسيج» جوړيږي چې له يو څه مودې راهيسې یې کاروبار مخ پر کمېدو دی. خو د دې علت د روسیې سسته اقتصادي وده نه بلکې د حلالو توکو په کاروبار کې شاملیدونکي نوي شرکتونه دي چې شمير یې ورځ تر بلې زياتيږي.

د روسیې د ټول نفوس ۱۵سلنه برخه مسلمانان دي چې شمیر یې د هرې ورځې په تیريدو سره ډېريږي. د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله ښايي همدا وجه وي چې په روسيه کې د حلالو توکو جوړونکو شرکتونو شمیر هم زياتيږي او د ځينو شرکتونو کاروبار خو آن دومره پراخ شوی دی چې اوس د خپلو توليداتو پر صادرولو هم غور کوي.

ارسلان غزاتولين له اوو کلونو راهيسې په سچيولکوفر ښار کې د ساسيج په يادې کارخانه کې چې له حلالې غوښي څخه ساسيج او نور شيان تیاروي، کار کوي. شل کاله تر مخه چې کله دا توليد ځای جوړ شوی وو نو د خپل ډول د يو څو کارخانو څخه وو. په دې کارخانه کې روسي ډوله ساسيج د اسلامي مقرراتو په رڼا کې او له حلالې غوښې څخه جوړيږي.

د غزاتولين په حواله «په تېرو څوو کلونو کې په ټوله روسيه کې د حلالو شيانو توليد ډېر شوی دی.» د هغه په خبره اوس چې يوې مغازې ته ورځي نو د ډېرو شرکتونو ساسيج يا نور حلال شيان پکښې موندلی شي.

په ټوله نړۍ کې د حلالو توکو د صنعت لگښت ۲،۱ تريليون ډالر دی چې په دې کې پر خوراکي توکو سربیره د آرايش د لوازماتو صنعت هم شامل دی.

په روسيه کې د مفتيانو د ټولنې تر نظارت لاندې يوه اداره د حلالو کاروبارونو له پاره جوازونه ورکوي. دغه ادارې له ۲۰۰۷م کال راهيسې تر اوسه تر دوه سوه زياتو شرکتونو ته لايسنسونه ورکړي دي. هر کال په دې برخه کې د پنځوو تر اوو پورې نوي شرکتونو په کاروبار لاس پوري کوي.

په روسيه کې د مفتيانو د ټولنې مرستيال مشر رشحان ابياسوو له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې د روسیې د زراعت وزارت د دې کار ملاتړ کوي. علت یې دادی چې دغه وزارت غواړي عربي هېوادونو ته د حلالو توکو صادرات پېل شي. په روسيه کې دمگړۍ د حلالو توکو د صنعت ټول لگښت ۱۱۰ ميليون ډالر دی او هر کال له لسو تر پنځلسو فيصدو وده کوي.

B.S/N.Z (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: