په روسیه کې د پوتین پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې ډیر کسان نیول شوي

په روسیه کې په زرونو کسانو د ولسمشر پوتین د احتمالي بیا ټاکل کیدو پر ضد احتجاجونه کړي دي. پر پوتین انتقاد کوونکی د الیکسي نوالني، تر دې مخکې د پولیسو له خوا نیول شوی وو.

«ښاریانو لطفا غاړې ته شئ. تاسې د تګ راتګ کوونکو لار بنده کړې.» دا هغه جمله وه چې د پولیسو له موټر څخه د مسکو په پوشکین څلور لارې کې د «لاوډ سپیکر» په واسطه په تکراري ډول اوریدل کیده. شا او خوا ۲۰۰۰ احتجاج کوونکي چې د لاریون له پاره راټول شوي ول دغه پیغام له پامه غورځاوه. احتجاج کوونکو له روسي چارواکو د دغه لاریون اجازه نه وه تر لاسه کړې.

د دې برعکس احتجاج کوونکو د «آزادې روسیې» او یا د «پوتین پرته روسیې» په څیر شعارونه ورکول. د دویچه ویله ایملي شیروین، د احتجاج له ځای څخه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې خلکو پوتین او د مسکو ښاروال د «غلو» په توګه یادول.

یوه احتجاج کوونکي چې د دولت د احتمالي غچ اخیستنې له کبله یې نه غوښتل نوم یي واخیستل شي وویل چې «له ۱۸ کلونو راهیسې موږ همدا یو ولسمشر لرو – نور بس دی!»

یوه بله ښځه چې د تر څنګ یې ولاړه وه هم له دغه کس سره موافقه وه: «موږ د اوسني چارواکو بدیل غواړو او موږ د بیان آزادي غواړو.»

یو بل کس چې تور بالا پوش یې اغوستی وو، هم د دغو دوو نورو کسانو په شان غوسه وو: «راتلونکې ولسمشریزي ټاکنې د تیاتر د یوه تمثیل په څیر دي.» یوې بلې ۱۴ کلنه نجلۍ چې له خپل دوست سره یې په لاریون کې ګډون کړی وو ویل یې چې یو پیاوړی ولسمشر باید له آزادو ټاکنو ویره و نه لري. د هغې په خبره په صادقانه توګه د کارونو ترسره کیدل غواړي چې د قانون واکمنۍ ته درناوی وشي. خو شکایت دا دی چې کریملین روسان له دې منع کوي چې د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکړي.

احتجاج کوونکو ویل چې د روسیې راتلونکي ټاکنې د «تیاتر یوه تمثیل» ته ورته دي

په روسیه کې پراخ لاریونونه

په پام کې وه چې الیکسي نوالني، د احتجاج مشري وکړي. خو هغه د خپل کور څخه د راوتلو پر مهال د مسکو د پولیسو له لوري ونیول شو چې بیا وروسته د یکشنبې په ناوخته بیرته آزاد شو. د تاس، خبري آژانس د هغه د مدافع وکیل له قوله لیکلي دي چې نوالني باید له چارواکو سره په اړیکه کې پاتې شي.

نوالني، د فساد په یوه قضیه کې د محکومیدو له کبله په رسمي توګه له دې منع شوی چې د مارچ په میاشت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي. هغه په ۲۰۱۷م کال د اختلاس په یوه قضیه کې په پنځه کلن تعلیقي بند محکوم شو. نوموړي ۴۱ کلن له خپلو پلویانو غوښتي دي چې ټاکنې تحریم کړي. هغه ته د یوه داسې یوازیني کاندید په سترګه کتل کیږي چې ښایي د پوتین د ننګولو چانس ولري.

کله چې احتجاج کوونکي په پوشکین څلور لارې کې د نوالني له نیول کیدو خبر شول، نو پر ولسمشر پوتین باندې لا زیات په غوسه شول. یوه احتجاج کوونکي پوتین د جنایت کوونکي په توګه یاد کړ چې په خبره یې د خپلو استخباراتي همکارانو په مرسته پر روسیه واکمني کوي. د احتجاج کوونکو په منځ کې یوه کس په روسي ژبه د «زبستوفکا» ټکی وکاروه چې د «اعتصاب»، «احتجاج» او یا هم «د ټاکنو د بایکاټ» معنی لري.

د تلویزوني چینلونو ډیر شمیر خبریالانو د دغه احتجاج په هکله رپوټونه ورکړي. د دویچه ویله ایملي شیروین د خپل ټویټر په پیغام کې د ډیر شمیر پولیسو د حضور رپوټ هم ورکړی دی. په داسې حال کې چې چارواکو په ډیرو سیمو کې د احتجاجونو د تر سره کیدو اجازه ورکړې، سنت پیترزبورګ او مسکو کې بیا پر عامه احتجاجونو بندیز دی. خو قهریدلي احتجاج کوونکي آرامه پاتې نه شول. د روسیې د پولیسو په وینا په ټول هیواد کې د الیکسي نوالني په شمول ۱۸۵ تنه نیول شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه:

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

د کلاشینکوف اووه لسیزي

دغه وسله چې د کلاشینکوف په نوم یادیږي او په ایران کې د کلاش، په لنډ نوم هم یادیږي ښایي په نړۍ کې یوه له هغو وسلو په دوامداره توګه استعمالیږي. دغه وسله میخایل کلاشینکوف (په انځور کې) طرحه کړ او تولید یې هم په ۱۹۴۷م کال کې پیل شو. کلاشینکوف د کمې بیې او همداشان د ډاډتیا له کبله پر دې وتوانید چې ډیر شهرت ومومي. په ځانګړې توګه چریکي ډلې او نیمه ملیشې او آن ځیني باندونه له دغې وسلې څخه استفاده کوي.

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

مکاروف «فضايي» وسله

مکارف (Makarow) چې تر ملا تړل کیږي له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ډیزاین شوه او څلور لسیزي (له ۱۹۵۱م کال څخه تر ۱۹۹۱م کاله پورې) د سره پوځ، د پولیسو د مامورینو او ځانګړو قطعاتو وسله وه. دغه ۹ ملي متره وسله د هغې بسته برخه وه چې د پخواني شوروي فضا نوردانو به د خپل ماموریت پر مهال له خپل ځانه سره لیږدوله او ځمکې ته په یوه بیړني حالت کې د بیرته راګرځیدو په صورت کې ښایي د هغوی په کار شوې وای.

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

میګ ۲۹

میګ ۲۹ د پخواني شوروي یوه له مشهورو جنګي الوتکو څخه وه چې په ۷۰مه لسیزه کې طرحه شوه او د اتیایمي لسیزي په لومړیو کې د پخواني شوروي هوایي ځواک خدمت ته وړاندې شوه. دغه الوتکه د ځانګړو مانورونو د وړتیا له کبله د وسلو د کارپوهانو له لوري وستایل شوه او همداشان د پخواني شوروي له بهترینو صادراتي محصولاتو څخه شمیرل کیده. د روسیې پوځ اوس هم له میګ ۲۹ څخه استفاده کوي.

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

کاتیوشا

د کاتوشیا په نوم د توغندیو توغونکی د پخواني شوروي اتحادي د هغو وسلو له ډلې څخه ده چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي آلمان د پوځ پر وړاندې ترې استفاده کدیه. کاتوشیا، څو توغندي توغولی شي او پر بیلابیو نقیله وسایطو سمبالیدی شي او پر دې سربیره د جنګي توپونو په پرتله کولای شي د دښمن پر وړاندې ډیر چاویدونکي توکي یا توغندي وتوغوي.

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

اس ۳۰۰

اس ۳۰۰ ډوله توغندي هغه دافع هوا توغندي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت هم رانیولي دي. دغه توغندي د ۷۰یمي لسیزي په پای کې د پخواني شوروي د هوايي دفاع له پاره جوړ شول. دغه توغندي د پرمختګ په حال کې دي او د اس ۳۰۰ پي ام یو، ډوله توغندي کولای شي په هوا کې حد اکثر د ۲۷ کیلومترو په ارتفاع کې هدف له منځه یوسي.

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

دراګونوف

دراګونوف یو نخښه ویشتونکی ټوپک دی چې دوربین هم لري او له ۱۹۶۳م کال راهیسې ترې د پخواني شوروي پوځ کار اخیستل پیل کړل. خو دې ډیر وخت و نه نیو چې دغه ټوپک د نورو هیوادونو اردو ته هم لار ومومي. دغه وسله په ځانګړې توګه په ویتنام کې له امریکایی عسکرو سره په جګړه کې وکاروله شوه. SITE Intelligence Group موسسې په ۲۱۰۵م کال کې د داعش د یوه جګړه مار انځور خپور کړ چې دراګونوف وسله یې لرله.

شوروي اتحاد له منځه ولاړ، خو وسلې یې لا ژوندۍ دي

تي ۳۴

د پخواني شوروي اتحاد پوځ، د نازي آلمان پر اردو باندې د بریا په برخه کې د تي ۳۴ په نوم افسانوي ټانکونو نوم هم یادوي، چې د خپل وخت بهترین ټانکونه شمیرل کیږي. له دغو ټانکونو څخه سور پوځ په ۱۹۴۱م کال کې کار اخیستل پیل کړل. دغه ټانکونه د خوځښت او حفاظت په برخه کې له ځانګړي قدرت څخه برخمن ول. تي ۳۴ ټانکونه په نړۍ کې یو له زیاتو پيرودونکو ټانکو څخه شمیرل کیږي.

موږ تعقيب کړئ