1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسیې کې جنگي تبلیغات مخ پر ډیریدو دي

رومان ګوچارېنکو۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

د روسیې د راک موسیقۍ یوه ډله د برلین د اشغالولو سندره زمزمه کوي. روسي سیاستوال او رسنې د اتومي وسلو گواښ کوي، خو د روسیې عام وگړې بل ډول فکر کوي.

https://p.dw.com/p/1HHqn
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudryavtsev

په روسيه کې د «وا- بانک» په نوم د راک موزیک یوې مشهورې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د دسامبر ۲مه نېټه) د سندرو یو نوی ویډیویې البوم خپور کړ. دغه البوم « او وروسته د برلین د نیولو وار دی» نومیږي.

د کریمیا د اشغال راهیسې په روسیه کې دا ډول تبلیغات نږدې ورځنی معمول گرځیدلي دی، چې د سیاستوالو، ژورنالستانو او کارپوهانو له خوا خپریږي.

په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپریږي چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپا پر وړاندې جگړه او د نړۍ پای(قیامت) په کښې نندارې ته وړاندي کیږي. په یو انځور کې یو روسی ټانک، په ویجاړ شوي پاریس کې له دې جملې سره لیدل کیږي «د اروپا په مسیر کې د ټانکونو لارې.»

"امریکا متحده ایالات د اټومي وسلو په ایره بدلیږي"

هغه چې څه موده مخکې به یې په روسیه کې مخه نیول کیده، نن په پرله پسې ډول د اتومي وسلو د کارونې گواښ کیږي. د ۲۰۱۴ کال د مارچ میاشتې ۱۶ په واقعیت کې د دغه (تابو يا پرهېز) د ماتونې ورځ وه، په دغه ورځ روسیي سرتیرو د کریمیا ټاپو اشغال کړ. د روسیې د دولتي تلویزون مشهور پروګرام پر نطاق دیمتري کیسِلیوف وویل: «روسیه په نړۍ کې یوازنې هیواد دی چې د دې توان لري چې امریکا متحده ایالات د اتومي ایرو په یو ډېران بدله کړي.»

له هغه وخت راهیسې په روسیه کې د اټومي وسلو د کارونې گواښ مخ پر ډیریدو دی. په ځانگړې توگه د ښې اړخو مرستیال مشر ولادیمیر ږيرينوفسکي، د روسیې په پارلمان کې گواښ کړی وو چې اوکراین، برلین یا واشنگټن به له خاورو سره خاورې کړي.

په مسکو کې د مشهور انستیتوت لوادا مرکز، کې د ټولنپوهنې کارپوه زدید دِنیس په اند، له دا ډول څرگندونو سره هڅه کیږي چې د خلکو نظر معلوم کړای شي. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پوتین خبرې تر ټولو جدي دي کله چې یې په یو مستند فلم کې وویل، روسیه اماده ده چې د کریمیا له پاره اټومي وسلې وکاروي.»

جگړې ته انتظار

په مسکو کې ویب بلاک لیکونکی او ژورنالست الکساندر پلوشچف، په دې اند دی چې په دې وروځو کې په مسکو کې جگړې ته د انتظار ایستلو فضاء رامنځته شوې ده. دا ډول فضاء تر ټولو په لومړي قدم کې په رسنیو کې خپریږي.

داسې ښکاري چې د نوامبر میاشتې په پای کې د ترکیې لخوا د روسي اولوتکې راغورزول، په ترکیه کې د جگړې تبلیغاتو ته لا زیات لمن وهلې وي. د مسکو مشهورې ورځپاڼې «نووایا گازېتا» د واقعي اټومي خطرونو له زیاتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. دغې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ له خپلو لوستونکو څخه وغوښتل چې د انټرنټ له لارې داسې یوه پریکړه لیک لاسلیک کړي چې پر بنسټ یې په رسنیو کې د اټومي وسلو گواښونه باید مجازات شي. د دې له پاره چې دا ډول یوه پریکړه لیک د حکومت له خوا بررسي شي باید د ۱۰۰ زرو کسانو لاسلیک ترلاسه کړي.